IQNA

د ؛بریالیتوب په نامه؛ کمپاین د روژې دمبارکې میاشتې تر وروستیو ترسره کیږي

10:51 - February 19, 2025
د خبر لمبر: 3490662
ایکنا – د قدس رضوي آستان  د قراني چارو د مرکز مدیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛د ؛بري په نامې؛ سره  د فتح سورې د حفظ کمپاین  له پرونه پیل شوی  او د روژې دمبارکې میاشتې تر وروستیو پورې  به د د فتح سورې  له حفظ کولو سره د عمومي  ګروهمنو  د نامو   په ثبتولو او ګډون سره؛ له آیتونو سره ژوند؛ په نامې سره  دملی غورځنګ د اجراپه بهیر کې دوام ولري.

ایکنانیوز راپور راکړی، د فتح سورئې  د ملی کمپاین په باب  خبری ناسته او مخ کتنه ئې چې  د ؛بري په نامې ؛ سره نومل شوی دی،  او د قدس رضوي آستان د قرآني  چارو د مرکز  په همت سره ترسره کیږي، د سلواغې په ۲۹ نیټه  د دملک ملی میوزیزم  او کتابتونو د غونډو په هال کې  ترسره شوه.

د قدس رضوي  آستان د قرآنی چارو د مرکز مدیر حجةالاسلام سید مسعود میریان  په دغې ناستې کې ووئيل؛  د فتح سوره د جنګ او بندیزو له امله  د ترټولو سختو شرائطو څخه د تیریدا په اړه د مسلمانانو لپاره د قرآن کریم د یوې ځيري ورکونکې ،تر ټولو هیله منونکې   او آرامښت بخښونکې  سورې په توګه د نازله شوې او سپارښتنه ئې شوې ده

هغه په  دوام کې ووئیل، کله دا سوره نازله شوه ، نو مسلمانان د یوې موټې اسلامی ټولنې ته درسیدا لپاره  یوه نوي اړخ ته ورسیدل او په دغې سورې کې د ورکړل شوو ژمنو  ته د رسیدا لپاره په دغې لارې کې ئې یو شان عقیدا پيدا کړه، ځکه چې ددغې سورې له هماغه پیله مومنانو ته د زړه د آرامښت  ځيری ورکړل شوی دی او نو ځکه  هرڅوک چې مؤمن  نه وي، نو آرامښت به ونه  لري.

د فتح سوره  پر کفر د حق د جبهې د بریالیتوب  دلالت لري.

 هغه دې ته په اشارې سره چې دغه سوره د کفر پر جبهې د حق د جبهې په پریکنده بریالیتوب دلالت کوي، روښآنه کړه،په داسې شرائطو کې پوهیږو، چې د له نړیوال  استکباري جبهې سره  دمقاومت د جبهې ترمینځ په ډغرې کې د ډيرو  پيښو کتونکي یوو او د مقاومت ډګر  په دغې لارې کې ډير قدرمن سرداران او کمانډران قرباني کړي دي.

د قدس رضوي آستان د قرآني چارو  مدیر زیاته کړې ده،په  اوسمهال وخت کې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حکیمانه تدبیر وړاندې کوي او مومنانو ته د فتح سورې د تلاؤت سپارښتنه کوي  او پر دې سربیره فرمائي؛ تر هغه مهاله چې ئې کولی شئ ، دغه سوره تلاؤت کړئ .ددې شاهدان یوو چې دغه اهتمام سبب شوی څو د نړیوال استکبار په وړاندې د مقاومت د جبهې ډغره  د مقاومتي جبهې په ګټه وڅرخیږي او  د مسلمانانو  پر دغې جبهې د قلبي او د زړه له تله د آرامښت او سکون  د بیرته ترلاسه کیدا شاهدان ووسو.

میریان روښانه کړې ده،په دغه کمپاین کې د نامو د ثبتولو لپاره چې له پرونه  پيل شوي او له رسمي مخ  کتنې وروسته به پيل شي، په ګپ پیغام رسونکي  چینل کې د ؛ نسیم رضوان ؛ په نامې سره د نرم  آوزارپه اصلي صفحې کې په نظر کې نیول شوی دی،ممکنه ده ځیني مخاطبان د نسیم رضوان  کارؤنکي پروګرام او انټرنیټي فضا ته لاس رسی ونه لرل شي،چې د هغوي لپاره هم یو لړ تمهیدات په نظر کې نیول شوي دي او دوي  په دغه کمپاین کې د ګډون لپاره ۳۰۰۰۸۸۰۴ ټیلیفون نمبر ته  د  8  عدد  لیږلی شي.

 https://iqna.ir/fa/news/4266705

captcha