IQNA

د آيت الله سیستانی دفتر دکب د میاشتې ۱۲ د رمضان المبارک لومړئ نیټه اعلان کړه

6:32 - February 20, 2025
د خبر لمبر: 3490672
ایکنا-دعراق د ستر دینی مرجع آیت الله سیستاني  دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د ۱۴۴۶قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې  د پيل او پاي اټکل  وکړ.

ایکنانیوز د عراق اینارسمي خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په نجف اشرف کې ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني  دفتر، د روژې په مبارکې میاشتې کې په عراق کې د روژتیانو د اړتیا وړ وختونه  خپره کړل.

د هغې اعلامیې په اساس چې د هغه  دفتر خپره کړې ، تمه کیږي، د  رمضان المبارک میاشته د ۲۰۲۵کال د مارچ په لومړۍ یعنی شنبې ورځې چې د کب د میاشتې یولسمه نیټه کیږي،ولیدل شي.

په دې توګه او د آیت الله سیستاني ددفتر  د اټکل په اساس ، د ۲۰۲۵ کال د مارچ  دوهمه نیټه  چې دکب د میاشتې له دولسمې نیټې سره برابره ده ، د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ نیټه به  وي.

د آیت الله العظمی سید علی  سیستاني  دفتر  همداراز  اټکل کړی چې  دشوال  میاشت   چې د کوچني نیکمرغه اختر ورځ ئې لومړۍ ورځ ده ، د ارچ په دیرشمه نیټه ولیدل شي. په دې توګه به  د ۱۴۴۶قمری کال  د روژې مبارکه میاشت سږکال ۲۹ ورځې وي.

https://iqna.ir/fa/news/4267072

captcha