IQNA

د روژتیانو له معنوي شیبو سره یو ځاي ؛د ۲۰۲۵ رمضاني اپلیکیشنونه

10:21 - February 22, 2025
د خبر لمبر: 3490675
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې په نزدیکیدا سره هغه اپلیکیشنونه چې  ددغې روحاني او معنوي  میاشتې د خاصو عبادتونو په ترسره کولو کې  له مومنانو سره مرسته کولی شي، ځانګړی اهمیّت پیدا کړی دی.

ایکنانیوز  د رائ الیوم له قوله راپور راکړی، د روژې د مبارکې میاشتې په رانزدیکیدا سره ، له هغو سمارټ اپلیکیشنونو څخه د استفادې اهمیټ چې  له مسلمانانو سره مرسته کوي،د خپلې هرې ورځې  عبادتونو ښه مدیریّت وکړي،  لازیاتیږي.

دغه اپلیکیشنونه مرسته کوي،څو د روژتیانو لپاره د عبادي عملونو ترسره کیدا  آسانه شي او ددغې مقدسې میاشتې له معنوي  شیبو لاښه استفاده وکړي.

اپلیکیشن‌های رمضانی 2025، همراه لحظه‌های معنوی روزه‌داران

دغه پروګرامونه  د ورځې  له نویوالي څخه  په استفادې سره ،  ددغې مبارکې میاشتې له معنوي شیبو څخه  د زیاتره استفادې امکان برابروي. دلته د ۲۰۲۵کال لپاره د روژې دمبارکې میاشتې تر ټولو ښه پروګرامونه  چې ددعا، د قرآن کریم د تلاؤت،د لمانځه د وختونو،  او د روژې دمبارکې میاشتې د مناسب خوراک څښاک  او نورو موردونه  پکې شامل دي ،وړاندې  شوي دي.

1        د لمانځه د وختونو او د قبلې د لور نمایش پروګرامونه؛  د ارکان اپلیکیشن؛ د لمانځه وختونه  د خپلې خوښې محاسبې په اساس معلوموي  او د ضرورت په بڼه کې د هغو د غیر فعال  کولو په  په وړتیا سره  دلمانځه د وختونو  لپاره  هرې ورځې  اعلان کول وړاندې کوي. همداراز  په اصلی صفحې کې د وخت دعا ته زر لاس رسی برابروي.

 د آذان  اپلیکیشن؛   د لمانځه وختونه په دقیق ډول رابرسیره کوي . همداراز  د آذان او د قرآن د تلاؤت لپاره  اعلانونه وړاندې کوي ،همداراز په دغه اپلیکیشن کې د دعا او ذکر جامعه لارښونه  شامله ده . بر دې سربیره ،  د مذهبونو د مناسبتونو  لپاره د هجری قمری او میلادي  کال هینداره هم  لري.

اپلیکیشن‌های رمضانی 2025، همراه لحظه‌های معنوی روزه‌داران

iPray:   هغه اپلیکیشن چې  دلمانځه د وختونو  او د قبلې د معلومولو لپاره ډير زیات دقت  نندارې ته وړاندې کوي.د کارولو  لپاره ډیره جذابه روده لري،  او د لمانځه د وختونو  لپاره سمارټ  اعلانونو څخه  د استفادې  وړتیا لري.

2        د  قرآن کریم د تلاؤت  خاص اپلیکیشنونه ؛ چې په دغو اپلیکیشنونو کې  د دکلمو په معناؤ سره د قرآن کریم د تلاؤت په لازیاتو ژبو سره  ستاسو خدمت ته وړاندې کوي،د لسګونو قاریانو په  غږ سره  او ورسره  ئې د قرآني آیتونو په تفسیر سره

په دغو اپلیکیشنونو کې  د ترتبل  پروګرام  چې مصنوعي هوش یا ذهانت  سره  پروګرامونوه  لری ،  د قرآن د حفظ په وخت  د تیروتنو په سمولو کې مرسته کوي.

 د قرآن کریم پروګرام؛ په دې کې ډير تلاؤتونه ، ترجمې ، د نزدې جوماتونو په باب اطلاعات  او له مکې او مدینې څخه په ژوندئ بڼه  خپریدا شامله ده

اپلیکیشن‌های رمضانی 2025، همراه لحظه‌های معنوی روزه‌داران

3        د ذکر او دعا خاص اپلیکیشنونه ؛  د مناجان با لله  او ذکر اپلیکیشن کې څه دپاسه ۵۰۰  ډوله دعاګانې او ذکرونه  آوریدلی شئ. دغه 

په  مشخصو وختونو کې د ذکرونو د ترسره کولو لپاره د هرې ورځې او وخت  دیادولو وړتیاوې هم لري.

 حصن المسلم اپلیکیشن  کې هم څه دپاسه ۳۰۰ دعاګانې  دي چې له قرآڼ کریم او حدیثونو څخه اخستل شوي دي  او د حصن المسلم د کتاب په اساس جوړې شوي دي  او  کارؤنکو  ته د سهار اوشپې  په څير  په شپه او ورځ مختلفو ساعتونو کې  مختلفو دعاګانو ته لاس رسی وړاندې کوي.

اپلیکیشن‌های رمضانی 2025، همراه لحظه‌های معنوی روزه‌داران

4        د روژې  په مبارکې میاشتې کې د اشپزئ  د کارونې پروګرامونه؛

5          د ۲۰۲۵ رمضان پروګرامونو څخه د استفادې دڅرنګوالي اپلیکیشن ؛  چې  ورڅخه د استفادې رودې او امکانات په ډیرې آسانۍ او په زړه پورې انداز سره وړاندې کوي.

د ۲۰۲۵ کال د رمضان پروګرامونه  د روژې په مبارکې میاشتې کې د مسلمانانو لپاره یو آئيډئيل ملګری دی ، ځکه   عبادت او هوساینه  سره ترکیب کوي او  د وخت، د قرآن د تلاؤت ، دعا ،  او د رمضان  میاشتې په معنوی  وختونو کې  د خاصو خوړو  د برابرولو رودې  او د هغو د مدیریّت د آوزارونو  له لارې  مرسته کوي.  له دغو ټولو پروګرامونو څخه یوه روحي او بدني  انډول ته درسیدا  لپاره استفاده کیدلی او  ددغې مقدسې میاشتې شیبې لا زیاتې ښې ،ګټه ورې او  لازیاتې معنوي کیدلی شي.

اپلیکیشن‌های رمضانی 2025، همراه لحظه‌های معنوی روزه‌داران

https://iqna.ir/fa/news/4266936

captcha