IQNA

د نیویارک د محکمې له خوا پر سلمان رشدي حمله کونکی مجرم وپيژندل شو

10:30 - February 23, 2025
د خبر لمبر: 3490682
ایکنا – د نیویارک محکمې پر سلمان رشدي  حمله کونکی هادي مطر  مجرم وپيژندل شو او ټاکل شوې ده د هغه په ضد فیصله صادره شي.

ایکنانیوز د الجزیره  له قوله راپور راکړی، د نیویارک محکمې ۲۷کلن هادی مطر چې د شیطاني  آیات نومې کتاب لیکوال سلمان رشدي  باندې ئې د هغه د وینا په وخت په چاقو سره حمله کړې وه ،مجرم وپيژندل شو ااو  د دوهمې درجې د قاتل د اقدام په تورونو د هغه په ضد فیصله صادره کړه.

هادی مطر چې لبناني تابعیَت لري، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې سلمان رشدي په یوې عمومی پيښې کې د نیویارک د هنرونو په مرکز کې د چاقوانو سخت ګوزارونه وکړل او سخت ئې ټپي کړ.

ددغې پيښې فیلمونه په موبایل سیټونو کې ښئ  هغه  د میلمنو د جلوس د ځاي په لور  چې سلمان رشدي  د وینا له پيلیدا مخکې هلته ناست وو،منډه وهي  او دچاقو په څو ګوزارونو سره پر هغه حمله کوي.

د شیطاني آیتونو نومې کتاب لیکوال ددغې حملې له امله  خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې ده او  په دغې حملې کې یو بل کس هم ټپي شوی دی.

وئيل کیږي، د هادی مطر سزا  ممکنه ده ۲۵کلن بندشي او دا هم ټاکل شوې ده ، د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۳ نیټه د هغه په ضد فیصله صادره شي.

هادی مطر پر سلمان رشدي له حملې وروسته نیویارک پًسټ ورځپاڼې ته په یولړ خبرو کې وئيلي دي، د رشدي له عمومي پروګرامه له خبریدا وروسته په نیوجرسي کې له خپل کوره ئې د نیویارک په  لور سفر وکړ.

هغه زیاته کړې ده، ددغه ناؤل په لیکل کیدا خوښ نه ؤ ځکه چې  په اسلام ئې حمله کړې وه، مطر ټينګار کړی، د رشدي په ژوندي پاتیکیدا ډير حیران دی.

د روئيټرز د لیکنې په اساس، هادي مطر همداراز د رشدي د قتل لپاره د ترهه ګر اقدام او د لبنان د حزب الله غورځنګ له خوا په مادي ملاتړ ترلاسه کولو په څير له تورونو سره مخامخ شوی دی.

 په دغو تورونو باندې غور به په یوې جلا محاکمې  کې او په بوفالو ولسوالۍ کې ترسره شي.

۷۷ کلن سلمان رشدي د هادي مطر په وسیله د چاقو په ګوزارونو سره په سر ، ګردن، سینې او لاس باندې سخت ګوزارونه خوړلي  دی او د هغه ښئ سترګه هم ړنده شوې  او دهغه بډوري او خیټې  هم تاوان موندلی  چې تر میاشتو میاشتو پورې ئې بیړنیو آپریشنونو او  آرام ته اړتیا درلوده.

https://iqna.ir/fa/news/4267581

captcha