ایکنا نیوز راپور راکوي، د لبنا ن دحزب الله غورځنګ د خدای بخښلي مشر شهید سید حسن نصر الله او شهید صفی الدین پر پاکو مړو د جنارې په دستورو کې چې کابو شپږ میاشتې مخکې د وحشي اوجنایتکار صهیونیسټي رژيم په بوږنونکو او وحشي ډوله بمباریو کې شهیدان شوي وو، د ګډون لپاره د بیروت دغه ستر لوبغالي ته په میلیونونو خلکو ځانونه رسولي څو د دغو پاکو شهیدانو د جنازې په دستورو کې ګډون وکړي.
د لبنان د ځاي وخت په اساس، دوه بجې د دوي د جنازې دستورې پيل شوې چې بلاخره د میلیونونو خلکو په په زړه پورې او ولولناک شتون کې ورسره دخدآي په آماني وشوه او بلاخره دغه شهیدان د لبنان د بیروت په خاورو کې ابدي ژوند ته وسپارل شول.
د لبنان د سرچینو په اساس ، د نړۍ له څه دپاسه اویاؤ هیوادونو څخه کابو څلور لکه مینه والو د دغو شهیدانو د جنازې په دستورو کې د ګډون لپاره ځانونه دلبنان بیروت ته رسولي دي.
ایکنانیوز ددغو دستورو یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوي.
https://iqna.ir/en/news/3491992