IQNA

د شهید نصر الله پاک مړی دالاقصی جومات له خاورو سره په یوځای په قبر کې آرامښت وموند(فیلم)

10:36 - February 24, 2025
د خبر لمبر: 3490691
ایکنا –د سید حسن نصر الله په درست برکتناک ژوند کې او د هغه ترشهادت پورې،فلسطین د هغه د جهاد مقصد ؤ او اوس د هغه پاک  مړی د خپل وطن په خاورې کې او د فلسطین له خاورې سره یو ځاي په آرام سره ویده شوی دی.

ایکنانیوز د المینار له قوله راپور راکوي،د سید حسن نصر الله او د سید هاشم صفی الدین د پاکو جنازو د دستورو ترسره  کونکي رسندوئي کمیټې مشرووئیل؛د شهید نصر الله جنازې سره یوځاي په قبر کې د الاقصی جومات خاوره هم کیښودل شوې ده.

د  حضرت سید الشهدا(ع) پر تربت سربیره،  د الاقصی جومات او د فلسطین لږه خاوره هم د حزب الله غورځنګ د تل پاتې عمومی منشي  او د اسلامی امت او مقاومتي جبهې د شهیدانو د سرار له پاک مړی سره یوځای په قبر کې دفن کړئ شوې ده.

شهید حسن نصر الله پخپل ټول برکتناک ژوند کې او د خپل شهادت تر وخت پورې  فلسطین د خپل جهاد مقصد ګاڼه او  تقدید داسې دی چې د هغه پاک مړی د خپل وطن په خاورې او  د فلسطین له خاورې سره یوځاي په آرام سره ویده شو.

شاید سید حسن نصر الله  ونه توانید،د فلسطین خاوره په لاسونو کې پورته کړي، خو د فلسطین د آزادۍ په لاره کې د هغه له څو لسیزې جهاد سره د فلسطین خاورې هغه پخپلې غیږې کې ونیوؤ.

د وئیلو ده د الاقصی جومات له خاورو ډک یو بوتل ، د بیت المقدس  یوې اوسیدونکي  مجاهدې کورنۍ  د لبنان د حزب الله لپاره  د سید حسن نصر الله  د یوه عمر هڅې د قدرونې په خاطر لیږدولې وه،ځکه  سید حسن نصر الله  تل د فلسطنیانو په ملاتړ کې کلک او محکم ولاړ ؤ. فلسطین  د حسن نصر الله  په لیدتوګې کې یوه تیریدونکي موضوع یاشعار نه ؤ،چې  یواې په تولنو کې مطرح شي، بلکې یو فرمان ؤ چې  دهغه له زړه صادرید.

دغه څو موټي خاوره د الاقصی جومات خاوره او د فلسطین خاوره ده.ځکه د لبنان خاورې،د الاقصی خاوره او د فلسطین خاوره پخپلې غیږې کې نیولې ده.

په دغه بوتل کې یوازې څوموټي خاوره نه ده،بلکې تهوا پر هغه ژمنې یوخاموش شاهد دی چې نه ماتیږي او له قدس څخه یو ژوندی پیغام دی، هغه مرد ته چې د هغه آزادول  ئې خپله دنده بللې وه.

سید حسن نصر الله چې همیشه ئې وعده کړې وه په الاقصی  کې به لمونځ ادا کوي،له دې مخکې چې پر هغه پاک او مبارک ټاټوبي پيښه کیږدي، د شهادت غیږې ته ورسید،خو برخلیک د هغه لپاره یوه لاره برابره کړه، ددې په ځاي چې هلته  ورسیږی، پخپله هغه مځکه او خاوره د هغه وآخوا ته ورغله، ګواکې هغې ناوئیل شوي وعدې اوبیعت ته چې هیڅکله ماته نه شوه، ځواب ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4267843

captcha