ایکنانیوز د الجزیره له قوله رآپور راکړ، د قدس یو غوره دیني شخصیّت شیخ داؤد عطاالله صیام چې د الاقصی د قاری او دقدس د حقوقي مسئول پشمول په مهمو څوکیو پاتې شوی ، له نړۍ سترګې پټې کړې.
شیخ صیام د خپل عمر ډير کلونه ټولنې ته خدمت کولو او په قدس ښار کې دکلتوري او مذهبی ژوند سره مرستې ته وقف کړی او ددغه ښار دخلکو دستاینې او قدرونې وړ ؤ.
هغه چې د ۲۰۲۵کال د فرورئ په ۲۳ نیټه په ۹۵ کلنۍ کې وفات شو، د قدس یو ترټولو غوره مذهبی شخصیّت ؤ . هغه د الاقصی جومات په جنوب کې واقع په سلوان ښار کې زیږیدلی ؤ او له کابو اویا ؤکلونو مخکې راهسې ئې خپل کار په الاقصی جومات کې د قرآن کریم په تلاؤت سره پیل کړی ؤ چې د خپل خاص تلاؤت او جذاب غږ په خاطر چې هغه ئې د الاقصی جومات او د هغو د خلکو د روح او خاطرې یوه نه جلا کیدونکي برخه کړی ؤ ، مشهورؤ.
شیخ داؤد عطاالله صیام د قاري پر رول سربیره ، د قدس دحقوقي مسئول په توګه هم خدمت کاوه او هلته ئې د وادونو ،طلاق او احکام سره اړونده د حقوقي مسئلو په باب مشورې او لارښونې وړاندې کولې او دقدس دخلکو ددینی پوهیدات له زیاتولو او له خلکو څخه ملاتړ سره مرسته کوله.
هغه د الاقصی حومات او د قدس ښار دخلکو په خدمت کې په سرښیندنې او اخلاص مشهور ؤ چې هغه ته د خلکو د ډيرزیات احترام او محبت اولیوالتیا سبب شو.
د الاقصی جومات ددغه قاری د مړي د جنازې دستورې ، د ماسپښین له لمانځه وروسته په الاقصی جومات کې په ولولناک اندازه سره ترسره شوې او بیا په باب الرحمه قبرستان کې خاورو ته وسپارل شو.
https://iqna.ir/fa/news/4268156