ایکنا- د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید مجبتی حسینی خامنه ای د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې په ایران او عراق کې د لسګونو میلیونو کسانو د ګډون د قدرونې په پیغام کې ، شهید رهبر ته په خطاب کې ټینګار کړی دی: وعده درسره کوو چي ستاسو او د دواړو جنګونو د شهیدانو د پاکې وینې بدله له جنایتکارو او بې حیثیتو قاتلینو څخه واخلو. دا بدله زمونږ د ولس غوښتنه ده او هرو مرو به واخیستل شي، دا جنایتکاران چي له لوړ پوړو چارواکو رانیولې تر ټيټې سوئې پورې د ټولو لیسټ موجود دی، د پر امن مرګ هیله به قبر ته یوسي.
د خبر لمبر: 3493014 خپرونې تاریخ : 2026/07/12
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید مجاهد رهبر حضرت امام خامنه اي(قدس الله نفسه الزکیّه) د پاکې جنازې دستورې د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه په نجف اشرف مقدس ښار کط د عراق د میلیوني عزادارو او مینه والو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493011 خپرونې تاریخ : 2026/07/11
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بېسارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د میلیونونو خلکو د ګډون یو مهم پیغام دا دی، چې د ایران وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت او اتحاد او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ او د خپلې کورنۍ تر قرباني کولو پورې ئې ورته دوام ورکړ.
د خبر لمبر: 3493003 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د کورنئ د شهیدانو دجنازو دستورې د حضرت عباس علمدار علیه السلام په سپيڅلي حرم او بین الحرمیّن کې د لکونو غمجنو او ویرجنو مینه والو په شتون کې په یوې ولولناکې او ویرجنې فضا کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493002 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- په نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ شتون، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژوَرې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د میلیونونو ویرجنو خلکو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493001 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
د آیت الله جوادآملی په امامت!
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خمیني او دهغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ نن سهار په جمکران جومات کې د آیت الله العظمی جوادي آملي په امامت او میلیونونو ویرجنو مینه والو په شتون سره ادا شو.
د خبر لمبر: 3492998 خپرونې تاریخ : 2026/07/07
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي سره د الوداع او خداي په امانئ دستورې او دغه راز د هغه بزرګوار او د هغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې د لمانځه دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492995 خپرونې تاریخ : 2026/07/06
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
د خبر لمبر: 3492994 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
د روسیې مفتي البیر کرګانوف
ایکنا- د روسیې د مسلمانانو د دیني ټولنې مفتي او مشر باور لري چې د ایران مجاهد او شهید رهبر حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي،د خپل ژوند په مودې کې د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي (تقریب مذاهب) لپاره مهم او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کړي دي.
د خبر لمبر: 3492992 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
له څو ورځو راهیسې د ایران د تهران ښار فضا بدله شوې ده. داسې ښکاري چې تهران د تل په پرتله په ډېرآرامښت کې ساه اخلي،البته له دروند غم سره، د خپل اتل او شجاع شهید رهبر له پاک جسد سره د خداي په آمانئ شیبې په رارسیدا دي.
د خبر لمبر: 3492991 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د درو واړو قواؤ او د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام نورو یو شمیر مسئولانو د تهران په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د پاکې جنازې د احترام لپاره شتون درلود.
د خبر لمبر: 3492990 خپرونې تاریخ : 2026/07/04
ایکنا- د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د اسلامی انقلاب د خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او درست ملتونه ئې یووالي او یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
ایکنا- د عراق او ایران د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیتالله سید علي خامنهاي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- د ایران د خراسان رضوي ولایت د مشهد المقدس ولسوال سید حسن حسینی، د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د مراسمو لپاره د ښار د چمتووالي او په دغو مراسمو کې د ۱۵ میلیونه کسانو د ګډون د اټکل په یادولو سره وویل: «ولسوالي د مراسمو بشپړ ملاتړې ده او د ۱.۵ میلیونه کسانو لپاره مو د استوګنې ځایونه چمتو کړي دي، او د دې شمېر د زیاتولو لپاره هم چمتووالی لرو.
د خبر لمبر: 3492954 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان له لوري په کربلا کې د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947 خپرونې تاریخ : 2026/06/23
ایکنا- د شیعیانو یو ستر دینی مرجع آیت الله العظمی الفیاض د پاکې جنازې دستورې په کربلا او کاظمین کې کې له ترسره کیدا وروسته په نجف اشرف کې هم ترسره شوې او د هغه مړی د حضرت امام علی علیه السلام د حرم په خوا کې په تل پاتې آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3492870 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا – د ستردیني مرجع آيت الله سيدعلى سیستاني د مېرمنې جنازه د لسګونو زرګونو مؤمنانو په شتون كې په كربلاي معلي كې د امام حسين (ع) په حر م كې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3491789 خپرونې تاریخ : 2025/09/30