ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوال پوځ سره اړونده غړو (ریټایرډ کسانو ) د قرآن کریم د سیالیو لومړنی پړاؤ پایزې دستورې ، د دوشنبې په سهار د ایران د پوځ دسیاسی عقیدتي مادارې په کوثر هال کې ترسره شوې .
ریټایرډ ډګر وال علی عیاض ددغو سیالیو د لومړي پړاؤ د قرآیت د څانګې دریم کس د کلام الله المجید څخه څوآیتونه تلاؤت کړل اود ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو د ؛کوثر؛ نومې نعت خوانې او مداحئ ډلې هم په ګډه د احزاب سورې ځيني برخې تلاؤت کړې.
په دوام کې د درستو قواؤ د سترې قوماندانۍ د سیاسی عقیدتي دفتر مشر آیت الله علی سعیدي پخپلې وینا کې ووئيل؛ هغه مهمه مسئله چې پکار ده په دغه قرآنی محفل کې ورته اشاره وکړم، له الهي رهبر سره د قرآن رابطه ده چې په همدې خاطر باید دپيغمبر اکرم(ص) سیاسی وصیت نامې ته اشاره وشي، چې داسې ښکاري ، هغه بزرګوار په دغه وصیتت سره د انسان د راتلونکي لپاره یو روښانه لرلید انځور کړی دی.
هغه په دوام کې ووئيل، تاسو ټول له دغه وصیَت سره چې په ثقلین حدیث باندې مشهور دی، آشنایاست، چې فرمائي؛ إِنِّي تَارِكٌ فِيكُمُ اَلثَّقَلَيْنِ مَا إِنْ تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا لَنْ تَضِلُّوا بَعْدِي كِتَابَ اَللَّهِ وَ عِتْرَتِي أَهْلَ بَيْتِي وَ إِنَّهُمَا لَنْ يَفْتَرِقَا حَتَّى يَرِدَا عَلَيَّ اَلْحَوْضَ»؛یو مشهور قول دی چې دغه دوه ثقل یعنی قرآن او د اهل بیت عترت(ع) له یوه بله نه جلاکیدونکي دي . په عین حال کې باید ووئیل شي چې ددغو دوو رکنونو رول له یوه بل څخه فرق لري، ځکه چې قرآن ثقل اکبر او اهل بیت(ع) ثقل اصغر یاد شوي دي.
آیت الله سعیدي روښانه کړې ده ، هغه څه چې روښانه او ښکاره دي ، دا دي چې قرآن کریم د پنځون ترټولو لوي موجود او خداي تعالی ترټولو مقدس مخلوق دی؛ د خالق هستۍ کلام دی چې د انسان په اختیار کې ورکړل شوی دی. اونو ځکه دغه مقدس کتاب کې په تیر وخت کې د دینونو ټول ارزښتونه پکې شته دي.
آیت الله سعیدي په دې په ټينګار سره چې مونږ باید د قرآن اوعترت ترمینځ د اسلامی تولنې د رهبرۍ د سمې بیلګې په توګه یو پياوړی پيوند ټينګ کړو ،ووئيل؛ قرآن او عترت باید د اسلامی ټولنې او پر هغې دحکمرانۍ د چارو په سر کې وي او باید د اسلامی حکومت دواکوالۍ په زمینې کې د پیغمبر اکرم (ص) سیاسی وصیّت نامې ته مراجعه وکړئ شي.
ددغو دستورو په پاي کې هم د سیالیو ددغه پړاؤ غوره کسان په ډالیو ونازول شول.
در پایان نیز از برگزیدگان این دوره از مسابقات تجلیل به عمل آمد.
https://iqna.ir/fa/news/4268044