IQNA

ولې د ایران یهودیان مهاجرت نه کوي؟/ د اسرائیلو د یوه شناندي اعتراف ( مقاله)

11:12 - February 26, 2025
د خبر لمبر: 3490706
ایکنا - که څه هم د لویدیځو هیوادونو په رسنیو کښې د ایران له یهودیانو سره د بد چلند په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد زیات تبلیغات او پروپاګنډې کیږي خو  حقیقت دا دی چې په ایران کښې د یهودیت پیروان په خپل هیواد کښې په خپل ژوند او خپل میراث افتخار او ویاړ کوي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د ایران د مسائیلو کارپیژاند او د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې یوه پخواني افسر اعتراف وکړ چې د ایران د یهودیانو ټولنه د ملي هویت او د کلتوري غرور پیاوړی احساس لري.

که څه هم د لویدیځو هیوادونو په رسنیو کښې د ایران له یهودیانو سره د بد چلند په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد زیات تبلیغات او پروپاګنډې کیږي خو  حقیقت دا دی چې په ایران کښې د یهودیت پیروان په خپل هیواد کښې په خپل ژوند او خپل میراث افتخار او ویاړ کوي.

د یهودیانو د خبرونو اتحادیې جی  این ایس(JNS) په یوه یادښت کښې د ایران د یهودیانو او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هغوې د اړیکو په هکله په صراحت سره ویلي دي چې په لویدیځو رسنیو کښې له منفي تبلیغاتو سره سره د ایران د اوسني حکومت او د یهودیانو د ټولنې ترمینځ هیڅ تاوتریخوالی نشته.

فارس ټوډی سایټ د خبر انلاین پاڼې په قول راپور راکړی د ایران د مسائیلو کارپيژاند او د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد یوه پخواني افسر ډیویډ نیسان(DAVID NISSAN) چې په تهران کښې زیږیدلی او همدلته لوی شوی دی په تیرو شپاړسو میاشتو کښې د یهودي ټولنې بدلونونو ته په انعکاس ورکولو سره زیاته کړه: په دې موضوع باندې پوهیدل چې د ایران د یهودیانو ملي هویت له ایران سره غوټه خوړلي ده ډیر مهم دي.

ډیویډ نیسان د ایران د یهودیانو د ټولنې د شرایطو په هکله لیکي چې د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال له اسلامي انقلاب څخه تر نن ورځې پورې له پام وړ مهاجرت سره سره د ایران یهودي ټولنې تراوسه د ژوند یوه کاملا یهودي روده ساتلي ده او د ایران د حکومت لخوا د یهودیانو پرضد هیڅ مزاحمت نه اعمالیږي.

په ایران کښې د دیرشو فعالو کنیسوو په شتون سره یهودي ښوونځي او د یهودي ټولنې نور اصناف هیڅ ډول ازار او ځورول شوي نه دي او دوې اجازه لري چې د خپل یهودي ژوند سبک او سټایل له هیڅ ډول لاسوهنې پرته وساتي او د دوې حقوق په ایران کښې د یوه مذهبي لږکي په توګه د ایران د اساسي قانون لخوا محفوظ دي او یهودیان حتی د ایران په پارلمان کښې یو استازی هم لري.

د ایران یهودیانو د بیلابیلو دلایلو په خاطر اسرائیلو ته مهاجرت کولو ته ګروهنه نلري چې ځینې یې په دې ډول دي:

۱ اوږده او جرړه لرونکي تاریخچه: د ایران د یهودیانو ټولنه په دنیا کښې یوه تر ټولو زړه یهودي ټولنه ده چې تاریخ یې څه د پاسه دوه زره پینځه سوه کاله مخکې وخت ته وګرځي.

د ایران یهودیان په تیره بیا د ایران د بیلابیلو حکومتونو په پړاونو کښې د ټولنې مهمه برخه وه او په دوې کښې ډیرو کسانو د ایران په ټولنیز او کلتوري ژوند کښې ځانګړی مقام درلود.

۲ مذهبي ازادۍ : په ایران کښې تقریبا د حکومت په ټولو پړاونو او لړیو کښې یهودیان د مذهبي اقلیتونو په توګه پيژندل کیدل خو د دوې مذهبي ازادیانې تضمین شوي وې.

۳ اقتصادي او کلتوري غوړیدا : د ایران یهودیان له نورو ټولنو او کلتورونو سره د تعامل په دلیل د ایران په بیلابیلو اقتصادي، علمي او کلتوري برخو کښې ګډون او مشارکت درلود او اوس هم د ایران په ټولنه کښې مهم رول لري.

۴ د کلتوري او د مذهبي هویت ساتل : د ایران یهودیان هماغه راز د خپلو دیني رسمونو او د ادابو ساتلو ته پاې بنده دي او د ایران په ډیرو ښارونو او کلیو کښې یهودي ټولنې شته چې خپل سنتونه او دودونه یې اوس هم ساتلي دي.

۵ ټولنیز او سیاسي شرایط: د ایران ځیني یهودیان د ایران د مناسبو سیاسي او د ټولنیزو شرایطو په دلیل مهاجرت کولو ته ګروهنه نلري.

Iد ایران د اسلامي شورا په یولسم او دولسم پړاونو کښې د کلیمیانو د ټولنې مشر او د کلیمیانو استازی او د درملو د جوړولو متخصص ډاکټر« همایون سامه یح»

په نهایت کښې د ایران د یهودیانو ټولنه په ایران کښې فعال شتون لري او هغه د ایران د تاریخ او د کلتور یوه برخه ګڼل کیږي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157686-

captcha