IQNA

د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا په مناسبت د شیخ الازهر پيغام

10:59 - March 02, 2025
د خبر لمبر: 3490721
ایکنا – شیخ الازهر د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدا په مناسبت اسلامی نړۍ ته په یوه پیغام کې دوي د یووالی او وحدت لیکو ته او د ورورولۍ د پيوندونو پياوړي کولو ته بللي دي.

ایکنانیوز دعربی ۲۱ له قوله راپور راکړی،شیخ الازهر احمد الطیب،د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا په مناسبت اسلامی هیوادونو ته دخطبا په پیغام لیږلو سره دوي د ورورولۍ د پيوندونو  پياوړي کولو او یووالي ااو وحدت ته بللي دی.

شیخ الازهر په دغه پیغام کې چې په  ایکس ټولنیز چینل کې خپور شوی،پرمسلمانانو غږ کړی دی چې خپل فلسطینی خوئيندې وروڼه هیر نه کړي او په دغو مبارکو شپو ورځو کې  د فلسطینیانو په حق کې د دعا لپاره له خپلو ډيرو غوره شیبو استفاده وکړئ او له خداوندمتعاله وغواړئ چې دوي دې پر دښمنانو بریالي کړي او  پخپل ټاټوبی کې ئې دخپلو کورنیو ترڅنګ تثبیت کړې.

 هغه همداراز دعا وکړه چې خداي تعالی دې  د هغو کسانو دنقشو له شره  وساتي چې له وطن سره د اړوندوالی او وطن  دوستي  معنا  نه پيژندي، له غزې څخه د دوي د کوچولولپاره سپيره هڅه کوي.

شیخ الازهر  د  مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د  اسلامی او عربی  ملتونو   اومشرانو ته  د روژې د مبارکې میاشتې درارسیدا په مناسبت مبارکي ووئيله.

https://iqna.ir/fa/news/4268843

captcha