IQNA

د فلسطین په باب یوه مستند فیلم ته د اسکار د جایزې په اړوندوالي د صهیونیسټانو لالهاندي

11:29 - March 05, 2025
د خبر لمبر: 3490742
ایکنا – د فلسطین په موضوع  سره یوه مستند فیلم ته د  اسکار جایزې ډالۍ کولو  په ځان پسې د صهیونیسټانو لالهاندي او غوسه راپارولې ده.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړی، د ؛ بل یو ټاټوبی  هم نه ؛ نومې مستند فیلم  چې د څلورو فلسطینیانو او اسرائيلیانو فیلم جوړونکو  په ګډې ډایریکټرئ سره  جوړ شوی دی،د امریکائي سنیمانئي هنرونو او دعلومو د اکاډمۍ )اسکار)د جایزو د اوه نویم پړاؤ  کې د ؛ترټولو ښه مستند؛ اسکار ګټونکی شو.

دغه فیلم ، د صهیونیسټي رژيم د پوځ د ورانکاریو په وړاندې د خپلې ټولنې د ساتلو او حفاظت لپاره د فلسطیني فعال د هڅې داستان دی او د ؛بازل آدرا ؛ ژوند  ئې انځور کړی چې د هغه د زیږنځاي  ؛مسافربطا ؛کلي د ړنګولو قضیه ئې ثبت کړې ده.

صهیونیسټي عسکر په لویدیځي غاړې کې دغه کلی ړنګوي څو  له هغه د یوې پوځي روزونکي سیمې په توګه استفاده  وکړي.

 دخپل کلي د ساتلو لپاره له صهیونیسټي رژيمه د ؛بازل آدرا ؛غوښتې بې نتیجې پاتیکیږي تر دې چې  هغه  له یوه اسرائيلي یهودي خبریال سره دوست  کیږي چې  له هغه سره مرسته کوي،  دهغه کیسه او داستان ثبت کړي او د یوه فیلم په  چوکاټ کې ئې نړۍ ته وښئ.

 د جایزو د ډالۍ کولو د دستورو دترسره کیدا په بهیر کې بازل آدرا د اسرائیلي فیلم جوړونکي یووال آبراهم  ترڅنګ  ددغو دستورو د نندارچیانو لپاره خبرې  کوي.

داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټ رژیم د کلتور او سپورټي چارو وزیر میکي زوهار ددغه فیلم بریالیتوب  د فیلم ددنیا لپاره یوه غمجنه شیبه بللې ده.

 هغه په یوه ټویټري پیغام کې لیکي؛ ددغه فیلم جوړونکو د اسرائيلو د واقعیّت د پيچلتیاؤ د بریښولو په ځاي ترجیح ورکړی هغه روایتونه پیاوړی کړي چې د نړیوالو مخاطبانو په وړاندې د اسرائيلو تصویر داغي کوي.د بیان آزادي یو مهم ارزښت دی خو پر اسرائيلو دروغ تړل او د نړیوالو تبلیغاتو لپاره له دغه آوزاره  استفاده کول هنر نه دی.دا د اسرائيلي حکومت په ضد په تیره بیا د اکتوبر له اومې حملو وروسته یوه ورانکاري ده. هغه په دوام کې لیکي ، دقیقا په همدغه دلیل ده چې مونږ  له سنیما څخه دحکومتي ملاتړ په موضوع کې ځیني اصلاحات تصویب کړي دي. څو ډاډمن شوو چې د مالیاتو ورکونکو پيسې د یوه داسې هنري آثارو باندې ولګول شي چې له اسرائيلي مخاطبانو سره خبرې کوي؛ نه هغه صنعت چې خپل تخنیک او تخصص  په نړیوالې صحنې کې په اسرائیلو د تورونو د لګولو په اساس  ئې بنسټ کیښودل کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4269545

captcha