ایکنانیوز دمصر ټلیګراف له قوله راپور راکړ، شیخ الازهر ډاکټر احمد الطیب د الحیاة سپوږمکیز چینل سره د ؛امام طیب؛ په نامې سره پروګرام سره په خبرو کې ټينګار وکړ. وئيل کیږي ، داسې قرآن شته چې د فاطمه(علیها السلام ) مصحف نومول کیږي، خو که دا مسئله رښتیا وي، نو ختیځ پيژاندو او مبلغانو به هائ هوئ جوړ کړې ؤ او ډنډورې به ئې غږولې او دا به ئې مونږ ته راښودل ، خو دغه شان ونه شول.
هغه ووئيل؛( له قرآن کریم پرته ) د بل کوم قرآن د لټوَلو په خاطر هڅې د یمن په شمول په ځینو ځایونو کې شوي ،خو داسې څه ئې پيدا کړي نه دي او هغه څه چې پيدا شوي ، هماغه قرآن ؤ چې ټول مسلمانان ورباندې یو نظر لري او دمګړئ هماغه شان چې پیغمبر اکرم(ص) هغه تلاؤت کاوه، قرائت کیږي.
شیخ الازهر ټينګار وکړ، د یوه واحد قرآن موجوذګي ، د اسلامی امت د وحدت یوه مؤلفه ده او د وحدت او یووالي لپار ترټولو لویه مؤلفه الهي اودیني دستورات او فرمانونه دي.
هغه دغه راز ووئيل، په راتلونکي کې ددغې موضوع د القاء لپاره د شیعه وسني مسلمانانو ترمینځ یو لړ اقدامات وشي څو هرډول سپکاوي ودریږي او اختلافات او دښمنۍ ختمې شي ؛ ځکه دغه دنظر اختلافات سبب شوي څو یو واحد امت د یوه بل دښمن شي.
د اهل تشیّع په سرچینو کې د فاطمه مصحف ؛ په باب حقایق!
د شیعیّت په روایتونو کې د ؛محصف؛ ټکی ، د هغو لیکنو د ټولګې په معنا دی چې په دوو ټوکو کې قرار ولري، نه د قرآني کتاب په معنا، حضرت فاطمةالزهرا مرضیّ (س) چې د عالمینو د میرمنو سرداره ده ، د حضرت مریم (س) په شان محدثهّ وه او ورباندې جبرائيل نازلید.
د خدای د رسول(ص) له رحلت په وروسته شپو ورځو کې جبرائیل، دحضرت فاطمه(س) په نزد دتعزیّت لپاره نازل او هغه ئې له هغو پيښو څخه چې د هغه د بچیانو په باب پيښیدې ، خبروله او امام علی علیه السلام هغه لیکل . دغه لیکنې محصف فاطمه نومیږي او هماغه شان چې داهل بیت علیهم السلام په حدیثونو کې هم جوت شوي دحرامو او حلالو په باب پکې هیڅ حکم ته اشاره نه ده شوې. دغه مصحف د اهل بیت (ع) یو میراث دی.
https://iqna.ir/fa/news/4269619