IQNA

نړیوال قاری او غوره قرآنی استاد حامد شاکر نژاد د ایران قرآني سفیر شو

9:59 - March 08, 2025
د خبر لمبر: 3490758
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې مشر  حجةالاسلام محمد مهدي ایمانی پور حامد شاکر نژاد په نړیوال ډګر کې د ایران داسلامی جمهوریت د قرآني سفیر په توګه منصوب کړ.

ایکنانیوز د  اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړی،د حجةالاسلام  ایمانی پور د حکم په بشپړ متن کې چې د ؛ یوه واحد امت د تحقق لپاره اغیز شیندونکي سټراټژي؛د اسلامی نړۍ د قرآنی پارلیمان؛ په عنوان سره  د تهران د  دریمې قرآنی غونډې په څنډې کې حامد شاکرنژاد ته  اعلان شو ، راغلي  دي ؛ د تلاؤت په حوزې  کې د جنابعالي غوره قرآنی فعالیتونه او ارزښتمنې تجروبې او غوره نظر  او په تیره بیا په نړیوال ډګر کې د قرآن کریم د نوراني معارفو دودیدا ته کتنې   زه تاسو د ایران د اسلامی جمهوریت  د قرآنی سفیر په توګه منصوبوم.

هیله ده  په دغه دروند مسئولیّت کې، د خدای درکړو ظرفیّتونو څخه په استفادې  اوپخپلو ارزښتمنو توانمنیو  او پوهې باندې په تکیې سره د ایران داسلامی جمهوریت د مقدس نظام د قرآنی موخو په لاره کې  اغیزشیندونکي ګامونه پورته کړئ.

د اسلامی امت د وحدت د چورلیز په توګه د قرآن کریم د کلتور د معرفي کولو او ددودولو  له لارې د قرآنی ډيپلوماسۍ پراختیا  چې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود یوه غوښته او امید دی ، له تاسو د انتظار ترټولو مهم رسالت دی.

دخداوند ایزمنان  په بارګاه کې  ددغه معنوي او کلتوري رسالت په ترسره کولو کې د تاسو د توفیقاتو د زیاتولو  لپاره دعا کوم:

حامد شاکر نژاد  د قرآن کریم حافظ  او قاري  او د قرآن کریم پي ایچ ډي لرونکی دی او د قرآن کریم په ډيرو نړیوالو  سیالیو کې ئې  لا برلاسه  رتبې  ګټلي دي.

د تهران  دریمه قرآنی ناسته د کب دمیاشتې په شپاړسمه نیټه  د نړۍ  له ۲۴ هیوادونو څخه د څه دپاسه پنځوسو قرآنی فعالانو په شتون سره  د اسلامی نړۍ د قرآني پارلیمان  دجوړولو په موخې سره،په تهران کې داسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې په همت سره ترره شوه. دغه غونډه  د تهران د قرآن دنړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ  د نړیوالې برخې یو پروګرام ؤ.

په دغې غونډې کې  له ایران، افغانستان، الجزایر ، متحده عربی امارات ، انډونیشیا ،یوګینډا،ایټالیا،بوسني هرزیګوینیا، پاکستان، تاجیکستان، تایلینډ، ترکیې ،چاډ ،چین ،روسیې ،ایوري کوسټ،عراق ،قطر کمبوډیا ،ګینا، لبنان، نیجریه او هندوستان  هیوادونو څخه قرآنی غوره شخصیتونو او متخصصانو  ګډون درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4270199

captcha