ایکنانیوز د حسیني آستان د اطلاع رسونې د ویبپاڼې له قوله راپور راکوي، دغه مصحف د حسینی مقدس آستان د قرآنی چارو د سلاکار په همت سره خپور او ددغه مصحف ځانګړی اپلیکیشن هم د مقدس آستان درسندوي مرستیالۍ د پلانونونکي څانګې له خوا تولید شوی دی.
د حسینی آستان د تولیّت د قرآنی چارو سلاکار شیخ حسن المنصوري په دغو دستورو کې په خپلې وینا کې د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ، ددغه مصحف د بشپړولو د مرحلو خلاصه بیان کړه او وې وئيل؛ ډیرې زیاتې هڅې وشوې چې دغه اثر له زیات دقت او مسلط کیدا څخه برخمن شي او په همدې لړ کې له غوره کارپوهانو جوړې نړیوالې کمیټې ددې د بشپړونکو مرحلو په ارزونې کې ګډون درلود.
ددغو دستورو په دوام کې د حسینی مقدس آستان د قرآن د تبلیغ د نړیوال مرکز مدیر منتظر المنصوري ددغه مصحف د اپلیکیشن ډيجیټلي محتوا او څانګې بیان کړې او د ماډرن ټيکنالوجیو له لارې ئې د تفسیر،سرچ، د قرآن ختمونو، او نورو تعاملي خدماتو په شان په دې کې له موجودو امکاناتو څخه د استفادې څرنګوالی وړاندې کړ.
ددغو دستورو په پاي کې دغه مصحف د آيت الله العظمی سید علی سیستاني د نماینده او معتمد شیخ عبدالمهدي کربلائي او علمی شخصیّتونو په شتون سره افتتاح شو او ګډون کونکو ددغه اثر چې له ډیجیټلی بدلونونو سره په تناسب کې له ماډرن رودو څخه په استفادې سره د قرآني علومو د پراختیا لپاره دحسینی مقدس آستاند غوره او کیفیّت لرونکو فعالیتونو اوج ستاینه او قدرونه وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4270253