حجةالاسلام یحیی جهانګیري چې د پوهنتون او حوزې استاد او نړیوال مبلغ دی د کب د میاشتې په اولسمه نیټه جمعې ورځې په مکې کې د ؛اسلامی مذهبونو ترمینځ د پل رامینځة کیدا ؛ نومې دوهم نړیوال سمینانر کې شتون پیدا کړ او وینا ئې وکړه.
جهانګیری له ایکنا نیوز سره په خبرو کې ووئيل؛ دغه کنفرانس د کب د میاشتې په شپاړسمه نیټه په مکې کې د نوی هیوادونو څخه د کابو څلور سوه میلمنو په شتون سره پیل شوی او پرون پاي ته ورسید.
حجةالاسلام جهانګیري زیاته کړې ده ، په دغه سمینار کې مو د یوه وینا وال پهتوګه ټينګار وکړ، نن سبا مونږ اسلامی عالمان په اوږو یوه مهمه دنده او رسالت لرو او ددې په ځاي چې دتفرقې او درز خبرې وکړو، باید دخداي د کور ترڅنګ او په تیره بیا په روژې مبارکې میاشتې کې ، دا ژمنه وکړو ، چې خپلې ټوله توانمنئ او ظرفیّتونه د یوه بل ترڅنګ راولوو ،څو مسلمانان په تیره بیا ځوانان داسې رهبری کړو څو د پیغمبر اکرم (ص) روح له مونږه راضي شي.
هغه په دوام کې ووئيل، دمکې په کنفرانس کې مو دې ټکي ته اشاره کړې چې نن سبا داسلام پیروکار ددنیا په هر ځاي کې یعني له جاپانه رانیولې ، ترآسټریلیا، کیوبا او ناروې پورې په هرځاي کې لیدل کیدلی شي ،ما د اسلامی مطالعاتو د استاد په توګه ددنیا په څلورو براعظمونو کې او کابو څلویښتو هیوادونو کې دغه حقیقت لیدلی دی.
حجةالاسلام جهانګیري په پاي کې یادونه وکړه ، مسلمان ځوانان په تیره بیا په غیر اسلامی هیوادونو کې د مصنوعي ذهانت او مجازي او انټرنیټي فضا په څير له نوو او جدی خطرو او تاوانونو سره مخامخ دي چې که مونږ یوه بل ته سره لاسونه ور نه کړو، نو دغه ټیکنالوجي ددې په ځاي چې د انسان او اسلام په خدمت کې شی، د انسانیّت ، اخلاقو او دیانت په ضد به وي ، د مکې د سمینار په وینا کې بیان شوې او ورباندې ټينګار وشو .
https://iqna.ir/fa/news/4270148