ایکنانیوز د حسینی مقدس آستان د تبلیغ د نړیوال مرکز له قوله راپور راکوي، په رمضان المبارک مقدسې میاشتې کې د قرآن کریم د ختم دغه ۲۳ ځله دستورې په ۹ هیوادونو کې د قرآنی او معنوي فضا د خپراوي په موخې سره ترسره کیږي.
د حسینی مقدس آستان د قرآن دتبلیغ د نړیوال مرکز مدیر منتظر المنصوري په دې باب ووئيل؛ دغه قرآنی محفلونه د روژې د مبارکې میاشتې د شپو ورځو لپاره د مرکز په پلان شوو فعالیتونو کې ترسره کیږي او دغه مرکز د حسینی مقدس آستان د منجوّر په څارنې سره د قرآن دختم پشمول د ډيرو قرآني پروګرامونو د وړاندې کولولپاره هڅه کوي.
هغه زیاته کړه ،د قرآن کریم دغه ختم د حسینی مقدس آستان د قرآن دتبلیغ د نړیوال مرکز د څانګو په همت او په مختلفو هیوادونو کې د سالامی موسیسو او مرکزونو په ملګرتیا سره ترسره شوي دي.
المنصوري روښانه کړې ده ،د هغو قرآنونو دختم ټولګه چې سږکال د حسینی آستان د تبلیغ د نړیوال مرکز په څارنې سره ترسره شوي دي، د قرآن د ۲۳ ختم دستورې دي چې په سورئې کې د حضرت زینب (س) په سپيڅلي حرم کې د مرکزي قرآن ختم او همداراز په کویت، آسټریلیا، کینیډا، ایوري کوسټ ، انډونیشیا،لبنان او ایران (اهوازښار) کې د قرآن ختم دستورې ترسره شوي دي .
هغه همداراز یادونه وکړه، د قرآن ختم قرآني وړتیاې د روژې په مبارکې میاشتې کې په کربلا مقدس ښار کې هم ترسره کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4270894