IQNA

په هند کې د مسلمانو لمونځ ګوزارو لپاره محدودیّتونه اعمال شوي

15:14 - March 11, 2025
د خبر لمبر: 3490782
ایکنا – د هندوستان د اوترپردیش صوبې د پولیسو یوه افسر  پر مسلمانانو غږ کړی چې د جمعې لمونځ دې په کورونو کې  ادا کړي.

ایکنانیوز د پاکستان وایس له قوله راپر راکړ، د هند د اوترپردیش صوبې  اعلی وزیر یوګی ادیتیانات  په یوې عمومی غونډې کې  د مسلمانانو په باب د سامبل پولیسو د یوه افسر د جنجالی څرګندونو دفاع وکړه  او وې وئيل، په داسې حال کې چې  د هولی  جشنواره په کال کې یو ځل  ترسره کیږي، د جمعې لمونځ هره اونۍ ترسره کوي.

 هغه د سمبال پولیسو افسر یو مبارز وباله او وې وئيیل دهغه نظریات دقیق  دي او هغه یوازې حقیقت  وئيلي دی. حتی که  ځينو کسانو ته ئې تاوان هم رسولی  وي.

هغه ووئيل،  دهولي جشنواره  د جمعې لمانځه په نسبت لازیات اهمیّته برخمنه ده ،په کال کې یو ځل ترسره کیږي او په همدې دلیل  ئې ترسره کیدا لومړیتوب لري.

 نوموړي پولیس افسر  له رسندویو سره په خبرو کې ويلي وو، که مسلمانان  غواړي ،  بهر ووځي ، نو کوم مشکل  نشته ، او که  د هغوي په لور رنګ وتوغول شو، نو باید  اعتراض ونه کړي، که داسې نه وي،نو بیا دې په کورونو کې کیښني .

 د  اوترپردیش اعلی وزیر  د سمبال  افسر په وسیله  د کارول شوي منطق په قدرونې سره ، دجمعې لمانځه د ځنډولو توجیه ورکړه. 

هغه ووئيل،  افسر   له هولي جشنوارې سره خپل عشق نندارې ته وړاندې کړی دی،ځکه دغه جشنواره  په کال کې یو ځل ترسره کیږی . په داسې حال کې چې د جمعې لمونځ  په کال کې ۵۲ ځله  ترسره کیږي.

 هغه د خپلو څرګندونو په توجیه کې زیاته کړې ده ، لمونځ خنډول کیدلی شي، واجبه نه ده هره اونۍ د جمعې په لمانځه کې  ګډون وکړي .که  څوک وغواړي لمونځ  ادا کړي، نو په کور کې هم لمونځ ادا کولی شي.

داپه داسې حال  کې دي چې یوه مسلمان روحاني  مولانا خالد رشید فرنجي  په یولړ څرګندونو کې  د مارچ په ۱۴ نیټه  دجمعې لمانځه د  ترسره کولو  خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې ده ، د مارچ په ۱۴ نیټه د  جمعې لمانځه  اقامه  په یوې ګنټې ځنډ سره ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4271024      

captcha