IQNA

په کوزووا کې د رمضان میاشت؛ دقرآن په زده کړې کې د جوماتونو لوئې بریاوې

10:08 - March 15, 2025
د خبر لمبر: 3490798
ایکنا -  د روژې مبارکې میاشتې له پيلیدا سره په یووخت ، د کوزووا اروپائي هیواد جوماتونه  ماشومانو ته د قرآن کریم د زده کړې په زمینې کې  مهمې بریاوې وړاندې کوي.

ایکنانیوز د مسلم حول العالم  له قوله  راپور راکوي، د کوزووا  جمهوري هیواد د جنوب ختیځي اروپا  کې د بالکان په ټاپو وزمې کې واقع دی  چې په ۲۰۰۸ کال کې ئې خپلواکي اعلان کړې ه .  ددغه جمهوریت زیاتره قومیّت آلبانیائي توکمه جوړوي، خو څلور فیصده صرب او څلور فیصده نور قومونه هم په دغه هیواد کې شتون لري.

د اسلام دین په پنځلسمې میلادي پیړۍ کې  د  عثمانیانو په فتحې سره  دغې سیمې ته وارد شوی او نن سبا  د کوزووا د زیاتره خلکودین اسلام دی (څه دپاسه ۹۵فیصده خلک)  البته  په دغه هیواد کې  د کاتولیک او ارتدوکس لږکي او نورو دینونو پيروکارهم اوسیږي.

 د کوزووا  پلازمینې پریشتینا ښار کې  په ۱۹۹۲ کال کې لومړنۍ اسلامی پوهنتون  تاسیس شو . نن سبا په کوزووا کې څه دپاسه اته سوه جوماتونه موجود دي او  د کوزووا په مختلفو سیمو کې نور کابو سل جوماتونو  جوړیدا  په پریشتینا ښار کې د بالکان سیمې د جومات  جوړولو ترټولو لویه پروژه روانه ده.

د جمعې لمانځه خطبې ، دیني درسونه ، او  ددغه هیواد په جوماتونو کې نوره دعاګانې  په البانیائي ، بوسنیائي او ترکی ژبو کې  لوستل کیږي  او د قرآن زده کړې او اسلامی درستونه  هم  په قرآنی مکتب خانو او اسلامی ښونځیو او مدرسو کې  په همدغو درو ژبو کې وړاندې کیږی.

د روژې دمبارکې میاشتې له پيلیدا سره په یووخت   د کوزووا اروپائي هیواد  جوماتونه  ددغه هیواد په مکتب خانو کې د قرآن کریم د زده کړې د دورو په ترسره کیدا سره  ماشومانو ته د قرآن کریم د زده کړې په زمینې :ې  مهمې بریاوې وړاندې کوي.

 د فریزج ښار په ستر جومات کې  چې د کوزووا جمهوریت په جنوب کې  او

رمضان در کوزوو؛ دستاوردهای بزرگ مساجد در آموزش قرآند دغه هیواد  د پلازمینې پریشتینا په  ۳۸کلومیټرۍ کې  دی، تیره اونۍ  د هغو ماشومانو د ستاینې او درنښت دستورې پکې ترسره شوې چط د قرآن کریم د زده کړې  د مرحلو بشپړول ئې پاي ته رسولي  دي.  ددغو دستورو   په دوام کې قرانی محفلونه هم ترسره شول .

 د قرانی محفل په یوې برخې کې  د کوزووا د اسلامی شورا دمیرمنو د ادارې مشررې میرمن  واجده بنیاکو  د روژې د مبارکې میاشتې  داهمیّت په باب یوه وینا وکړه او  په جوماتونو کې ئې له زده کړې سره د ماشومانو د ارتباط ضرورت ته په اشارې سره  ئې په قرآن د یوه پوه نسل په جوړولو کې  ددغو قرآنی پر لوړ  ارزښت ټينګار وکړ.

 پیرینازیت جومات  د کوزوو ا په پلازمینې پریشتینا کې یو ترټولو مهم او پخوانۍ جومات دی. دغه جومات  د پریشتینا ښار په ختیځ کې واقع په ولوشا کوڅې کې  دی .  ددغه جومات د جوړونې دقیثق  تاریخ معلوم نه دی، خو دا وئيل کیږي، چې  په شپاړسمې پيړۍ کې په عثماني پړاؤ کې جوړ شوی دی. علدءالدین پخوانی جومات  د شپاړسمې میلادي پیړۍ په لومړنۍ نیمائيۍ کې جوړ شوی  دی. دغه جومات    د ولوشا یعني د پریشتینا  په ترټولو پخوانۍ کوڅې کې د کوزووا  د اسلامی شورا د ودانیو  د ټولګې په چوک کې  دی. دغه کوڅه  له دې مخکې ددغه جومات په نامې یعني په علاءالدین کوڅې مشوره وه. علاءالدین  یو عرب شهزاده ؤ چې  په کوزووا کې د هغه له شتون وورسته دغه جومات جوړ شوی دی.

رمضان در کوزوو؛ دستاوردهای بزرگ مساجد در آموزش قرآن

د محمود پاشا جامع جومات ، د کوزووا په جنوب لویدیځ کې  په جاکوویسا ښار کې پخوانی دوهم مهم جومات دی  او دا هم له عثماني پړاؤ سره اړونده دی چې  ددغه جومات د تاسیس له وخت راهسې  کابو پنځه پيړۍ تیريږي . جاکوویسا ښار  دعثماني معمارۍ په جوړښت سره یوهتاریخي سیمې حسابیږي.

رمضان در کوزوو؛ دستاوردهای بزرگ مساجد در آموزش قرآن

رمضان در کوزوو؛ دستاوردهای بزرگ مساجد در آموزش قرآن

https://iqna.ir/fa/news/4271534

captcha