IQNA

د رمضان المبارک د شپاړسمې(۱۶)په زړه پورې لنډه دعا

8:24 - March 17, 2025
د خبر لمبر: 3490814
ایکنا - د روژې دمبارکې میاشتې د شپاړسمې ورخې لنډه دعا؛اللَّهُمَّ وَفِّقْنِي فِيهِ لِمُوَافَقَةِ الْأَبْرَارِ، وَ جَنِّبْنِي فِيهِ مُرَافَقَةَ الْأَشْرَارِ، وَ آوِنِي فِيهِ بِرَحْمَتِكَ إِلَى [فِي ] دَارِ الْقَرَارِ، بِإِلَهِيَّتِكَ يَا إِلَهَ الْعَالَمِينَ.

له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

نو راځئ چې د روژې دمبارکې میاشتې د شپاړسمې د  ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛

اللَّهُمَّ وَفِّقْنِي فِيهِ لِمُوَافَقَةِ الْأَبْرَارِ، وَ جَنِّبْنِي فِيهِ مُرَافَقَةَ الْأَشْرَارِ، وَ آوِنِي فِيهِ بِرَحْمَتِكَ إِلَى [فِي ] دَارِ الْقَرَارِ، بِإِلَهِيَّتِكَ يَا إِلَهَ الْعَالَمِينَ.

ائ خدایه ! په دغې میاشتې کې راسره ملګرتیا وکړې  او  له نیکو کسانو سره دملګرتیا  توفیق راپه برخه کړې  او له بدو کسانو سره له ناستې پاستې مو وغړوې  ، او دخپل رحمت د حق په خاطر راته  د آرامښت په کور کې  ځاي راکړې ، د معبودیّت په خاطر ، ائ دنړیوالو معبوده . ::::  

 

Day 16 of Ramadan: Today’s Special Supplication

captcha