ایکنانیوز په انډونیشیا کې د ایران د کلتوری خونې له قوله راپور راکوي، د جکارتا استقلال جومات دکب د میاشتې تر شپږویشتمې نیټې ماښام پورې ، د قرآن د نوراني کلتور د دویدولو او د الهي آیتونو د درنښت لپاره دقرآنی محفل کوربه ؤ.
دغه دستورې د ایران د اسلامی جمهوریت او انډونیشیا د غوره قاریانو په شتون سره او د انډونیشیا د دیني چارود وزیر نصرالدین عمر او د استقلال جومات د امام په کوربتوب سره په یوې قرآنی فضا کې ترسره شوې.
په دغه محفل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی سفیر حامد شاکر نژاد پشمول د غوره ایرانیو قاریانو سره د انډونیشیا د غوره قاریانو چې په ۲۰۱۱ کال کې په ایران کې د قرآڼ د قرائت د سیالیو لومړی مقام ګټونکی دروین حسنویان او محمد ریزقان په شان شخصیّتونه هم پکې تر سترګو کیدل، د قرآن کریم دروح بخښونکو آیتونو تلاؤت وکړ چې د آنډونیشیا د ډیرو خلکو له تاؤده هرکلی سره مخ شول.
د انډونیشیا ددینی چارو وزیر پخپلې وینا کې د قرآن او د هغه د نزول د شپې پر اهمیّت ټينګار وکړ او د روژې دمبارکې میاشتې په باب ئې مبارکي ووئيله ، همدااز په استقلال جومات کې دایراني پلاوي شتون هم تود هرکلی او قدرونه وشوه.
حامد شاکر نژاد پخپلې وینا کې قرآني ډيپلوماسۍ اهمیّت په نړیوالو اړیکو کې یو مخکښ کړچار معرفی کړ و وې ويل؛ قرآن کریم د ملتونو د متقابل درک او فهم د ژورتیا لپاره یوه زمینه او پلیټ فارم دی او په دې سره زړونه آرامښت مومي.
هغه همداراز په قرآنی ډيپلوماسۍ او د نړیوالو محفلونو په ترسره کیدا کې د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې چورلیز رول ته هم اشاره وکړه. شاکر نژاد د ایرانیو او انډونیشیائي قاریانو او حافظانو توانمینو ته په اشارې سره هیله وښودله چې انډونیشیا وال په نزدې راتلونکي کې د قرآن دتلاؤت په ډګر کې لابرلاسه او غوره ځائيګي ترلاسه کړي.
په انډونیشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری سلایارۍ په همت او د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې په ملاتر او دغه را زد ریډیو او ټيلیویژني چینل د ادارې په ملګرتیا سره دانډونیشیا یوي قراني محفل په ترسره کیدا دی.
دغه پيښه چې د ؛محفل ؛ ټیلیویژني پروګرام د عواملو په شتون سره به یو ځای وي، د کب د میاشتې له ۲۴ پیل شوې او د کب د میاشتې تر اته ویشتمې نیټې پورې د هیواد په څلورو سترو ښارونو کې دترسره کیدا په حال کې ده.
انتهای پیام
https://iqna.ir/fa/news/4272471/