له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې دمبارکې میاشتې د شلمې د ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛
اللَّهُمَّ اجْعَلْ لِي فِيهِ إِلَى مَرْضَاتِكَ دَلِيلاً، وَ لا تَجْعَلْ لِلشَّيْطَانِ فِيهِ عَلَيَّ سَبِيلاً، وَ اجْعَلِ الْجَنَّةَ لِي مَنْزِلاً وَ مَقِيلاً، يَا قَاضِيَ حَوَائِجِ الطَّالِبِينَ.
؛ائ خدایه ! په دغې مقدسې میاشتې کې دما لپاره د خپلې خوشالۍ په سبب کوم دلیل مقرر کړې او پکې د مالپاره د شیطان دمسلط کیدا لار راپیدا مه کړې. او بهشت د ما لپاره منزل او کور وګرځوې . ائ د حاجت غوښتونکو حاجت پوره کونکیه.