IQNA

صلاح البردویل تر ټولووروستۍ شیبې پورې د مقاومت په لاره ثابت پاتې شو

11:09 - March 24, 2025
د خبر لمبر: 3490854
ایکنا – د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس په وروستۍ اعلامیې کې  د فلسطین د قانون  جوړونکي پارلیمان دغړي اوددغه غورځنګ دسیاسی دفتر د یو مسئول صلاح البردویل  شهادت په مناسبت تسلیّت ووایه.

ایکنانیوز  د العالم له قوله راپور راکړی، د حماس غورځنګ په وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي ، ډاکټر صلاح البردویل په سیاسی، رسندوئي او ملی ډګر کې یوه مشهوره او اوڅاره  څيره ؤ او  د صداقت ،استقامت اوسرښیندنې  یوه بیلګه شمیرل کید، د شپې مهال د نافله لمانځه  د اقامې په وخت ئې حق ته لبیک ووایه.

 په اعلامیې کې راغلي دي ،  هغه هیڅکله هم  د جهاد په لاره کې او د فلسطین د آئيډئيل  دخدمت په دوام کې  پخپلو دندو کې لټي ونه کړه او ترټولو وروستیو شیبو پورې  د مقاومت په لاره کې ثابت پاتې شو تر دې چې  دخداوند متعال په نزد په یوې ترټولو محبوبې شپې  کې  په شهادت ورسید.

حماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی دی، چې د ډاکټر البردویل او د هغه د ماندینې  او نورو قدرمنو شهیدانو پاکه وینه  به د ډیوې په مثال وي  چې د آزادۍ لاره او دبیرته ستنیدا لاره به دټولو لپاره روښانه وساتي  او  ددښمن جنایتونه به هیڅکله هم  د مونږ د استقادمت او هود کلکه لاره کمزوري نه کړئ شي. دهر شهید په شهادت سره  د مقاومت غرغنډه لمبه  لا زیاتیږي تر هغه مهال چې نیواکي پاي ته ورسیږي.  

ډاکټر صلاح ا لبردویل او دهغه ماندینه  د روژې دمبارکې میاشتې د ۲۳ په شپې  د خانیوس ښار په لویدیځ کې په المواصی سیمې کې د هغه ددیره کیدا په خیمې باندې د صهیونیسټانو په حملې  کې شهید شو. دغه حمله د هغه وحشیتوب  او عامې وژلې د لړۍ یوه برخه ده چې صهیونیسټي اووحشي دښمن د  غزې تړانګې د صبور او مقاوم ولس په ضد له تیرو اولسو میاشتو راهسې  روانې کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4273416

captcha