له ابن عباس څخه روایت شوی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې د مبارکې میاشتې د پنځویشتمې د ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛
اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي فِيهِ مُحِبّاً لِأَوْلِيَائِكَ، وَ مُعَادِيا لِأَعْدَائِكَ، مُسْتَنّاً بِسُنَّةِ خَاتَمِ أَنْبِيَائِكَ، يَا عَاصِمَ قُلُوبِ النَّبِيِّينَ.
؛ائ خدایه ! په دغې میاشتې کې مو ستا له والیانو سره مینه کونکی، او ستا له دښمنانو سره دښمن وګرځوې او د تا د پيغمبر خاتم الانبیاءپر لاره او روده مې وپسلولې ، ائ د پيغمبرانو دزړونو ساتونکیه :::