له ابن عباس څخه روایت شوی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې د مبارکې میاشتې د اوه ویشتمې د ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛
اللَّهُمَّ ارْزُقْنِي فِيهِ فَضْلَ لَيْلَةِ الْقَدْرِ، وَ صَيِّرْ أُمُورِي فِيهِ مِنَ الْعُسْرِ إِلَى الْيُسْرِ، وَ اقْبَلْ مَعَاذِيرِي، وَ حُطَّ عَنِّيَ الذَّنْبَ وَ الْوِزْرَ، يَا رَءُوفاً بِعِبَادِهِ الصَّالِحِينَ
"ائ خدایه ! په دغې له فضیلته په ډکې میاشتې کې مو د قدر شپه روزي کړې او سخت کارونه راته پکې آسان کړې، او عذر مو ومنې ، او د ګناهانو دروند پيټی مو له مټونو لیرې کړې، ائ پخپلو نیکو او غوره بندګانو ترټولو مهربانه::::