ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی شورا مشرمحمد باقر قالیباف د قدس د نړیوالې ورځې په دستورو کې چې پرون جمعې ورځې سهار او د رمضان المبارک د مبارکې میاشتې له وروستۍ جمعې سره په یووخت ترسره شوې د طاعتونو او عبادتونو د قبلیدا په هیلې سره ووئيل؛ د خداي ډیر منندوي یم چې د قدرمنې او مبارکې روژې میاشتې په وروستۍ جمعې او د قدس په ورځې کې تاسو قدرمنو لمونځ ګوزارو سره یوځاي یم.همداراز دا چې اسلامی امت او د ایران قدرمن ولس اوس د فلسطین او د اسلامی امت ددفاع او د هغې ورځې د دفاع لپآره چې ارواښاد امام د قدس په ورځې نومولې ده، په دغه لوي او میلیوني او حماسي او ولولناک لاریون کې مو ګډون کړی دی مننه او ستاینه کوم چې بې شکه یو صالح عمل دی.
قالیباف په دوام کې ووئيل؛ د فلسطین قضیه په تیرو لسیزو کې او په دوامدارو کلونو کې یوه ډیره غمجنه او قهرجنه پيښه ده او هغه هم نه یوازې د اسلامی امت او مومنانو لپآره چې دوي ډير کړوي ،بلکې د درستو انسانانو او د بشری ټولنې لپاره. له یوه پلوه هغه پيښه او بهیر چې د فلسطین پر ولس تیریږي، هم د اوس او هم د راتلونکي لپاره د درس او بیلګې تومنه ده.
د ایران د مقننه قوې مشر دغه راز ووئيل، د فلسطین د خلکو د حق غصب کول او په جنایت سره د جعلی ملت رامینځةکول هغه هم یو داسې جنایت چې په نسل وژنې ، زنداني کونې او ترور او شکنجې او په ترټولو بدو رودو سره د ماشومانو او ښځو په وژلې کې په ترټولو بوږنونکي بڼه پر یوه ملت ظلم شوی ، حتی د لویدیځ د تمدن په هماغو اعلان شوو ارزښتونو سره چې خبرې ئې کوي، هیڅ سمون نخوري.دا یوه داسې بیلګه ده چې ښئ ، د لویدیځ تمدن له خبرواو عمل ترمینځ څومره زیات واټن لري او بې شکه په دغه ډول مسئلو کې د لویدیځ دغه دوه ګوڼه چلند چې ددغه تاریخ په اوږدو کې او په دغو وروستیو کلونو کې او اوسمهال کې رامینځة شوي دي ، بې شکه د لویدیځ د تمدن په ټنډې یو بدنما داغ دی او دا رسوائي به ددوي لپاره د همیشه پاره باقي پاتې وي او حتما اوسني او راتلونکي نسلونه دغه شاان کلتور ته هیڅکله هم ونه ګوري.
هغه پخپلې ویناک ې ووئيل، فلسطین یو داسې مضبوط کاڼی او بند دی چې اجازت نه ورکوي،دغه دوه ګوڼې او په ظاهره ښکلي شعارونه پراختیا ومومي . فلسطین او دنړیوالې ټولنې وجدان په حقیقت کې د سلطې د هغه نظام په مقابل کې کلک دریدلي دي چې د حقیقت او حق په ځپلو او په ټولنې په تیره بیا په اسلامی ټولنې باندې په ظلم سره ئې ژوند ته دوام ورکړی دی.
د ایران د اسلامی شورا مشر ووئيل حقیقت دا دی چې که نننیو صحنو ته حقیقت پال نظر وکړو، نو صهیونیسټي رژيم او ملاتړي ئې نه یوازې په تاکتیکی او سټراټژيکې حوزې کې بلکې هغو موخو ته په رسیدا کې چې امریکا،انګلستان او وحشي صهیونیسټي رژيم په ګډه سره پلان کړي، په هغو ټولو کې ئې ماته خوړلې ده . دوي صهیونیسټي رژيم راوپنځوه او ورباندې ئې پانګونه کړې څو په سیمې کې پولیس مین شیڅو د سلطې د نظام د ګټو دفاع وکړئ شي او بیلګه شي او له خپل نظره ، درست صهونیسټان او استکباري نظم هلته دیره کړئ شي او له خپل اړخه ، دیموکراسي رامینځة او د فلسطین ملت د وخت په تیریدا سره له مینځه یوړلی شي، خو ټولو ولیدل په فلسطین کې دعمل په صحنې کې نن سبا څه رامینځة شوي دي.
باقر قالیباف روښانه کړه امریکایانو پخپلو سپیرو اقداماتو او چلندونو سره وښودله چې څومره تاوان موندونکي دي او که که چیرې ئې د ایران په حریم کوم تیری وکړ چې دړکې ئې کوي ،نو د هغو باروتو په انبار د یوه سپَڼکي په معنا ده چې ټوله سیمه به راګیره کړي او هغه مهال به د دوي او د دوي د متحدانو هیڅ یو مرکز او اډه په آمان کې پاتې نشي.
هغه ووئيل، په دې باوري یوو چې پرخلکو ددباؤ د کمیدا لاره پر داخلی توان په تکیې سره له لازیات انسجام او لا ښه اقتصاد څخه تیریږي،نو هغه مال دښمن هم مجبوریږي، حقیقت ومني او منصفانه او منطقي خبرواترو ته راوګرځي،هماغه شان چې مونږ همیشه دغه لارې ته راګرځیدلي یوو او په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې له نورو باقي پاتې هیوادونو سره مو ورته دوام ورکړی دی. خو باید ټول دا یاد وساتي چې د ایران ملت هیڅکله هم د چا د زور او دړکو خبره نه مني او هیڅکله به تشو او ډَډو دړکو او ګواښونو په وړاندې تسلیم نشي.
https://iqna.ir/fa/news/4272547