له ابن عباس څخه روایت شوی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي،چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې د مبارکې میاشتې د اته ویشتمې ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو؛
اللَّهُمَّ وَفِّرْ حَظِّي فِيهِ مِنَ النَّوَافِلِ،وَ أَكْرِمْنِي فِيهِ بِإِحْضَارِ الْمَسَائِلِ،وَ قَرِّبْ فِيهِ وَسِيلَتِي إِلَيْكَ مِنْ بَيْنِ الْوَسَائِلِ، يَا مَنْ لا يَشْغَلُهُ إِلْحَاحُ الْمُلِحِّينَ.
؛ ائ خدایه ! په دغې مبارکې میاشتې کې مو له مستحباتو نفلونو ډير برخمن کړې او غوښتې مو پوره کړې، او په دغې پاکې میاشتې کې مو پخپلو مهربانیو سره ونازوې او د ستا وآخوا ته په نزدیکت کې راسره مرسته وکړې،ائ هغه ذاته چې د زارئ کونکو زارئ د نورو له ضرورتونو نه مشغولیږي.