له ابن عباس څخه روایت شوی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې د مبارکې میاشتې د اته ویشتمې ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛
اللَّهُمَّ غَشِّنِي فِيهِ بِالرَّحْمَةِ، وَ ارْزُقْنِي فِيهِ التَّوْفِيقَ وَ الْعِصْمَةَ، وَ طَهِّرْ قَلْبِي مِنْ غَيَاهِبِ التُّهَمَةِ، يَا رَحِيماً بِعِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ.
؛ائ لویه خدایه ! په ما باندې په دغې مبارکې میاشتې کې خپل رحمت نازل کړې او د ځان د ساتلو توفیق راپه برخه کړې،او د تهمت له تورتمونو زما زړه پاک کړې،ائ په ایماندارو باندې مهربانه:::