ایکنانیوزد ولسمشرۍ د دفتر د اطلاعاتو او رسندوئي څانګې له قوله راپور راکړ،د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ناوخته د تیونیس له ولسمشر ښاغلي قیس سعید سره په ټيلیفوني خبرو کې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت په مبارکۍ او دهغه او د هغو د هیواد د ولس د عبادتونونو د قبلیدا په هیلې سره ، د فلسطین د آزادۍ له آرمان او د غزې د مظلومو خلکو له دفاع په ملاتړ کې ددغه هیواد دریځونو قدرونه وکړه.
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړه، دفلسطین او غزې د بې دفاع او مظلوم ولس د حقوقو په ملاتړ کې د تیونیس د اسلامی حکومت او ملت او د انساني دریځونو قدردان یوو، باوري یوو چې درست مسلمانان دیوه بل وروڼه دي او که خپل وحدت او انسجام پیاوړي کړي ،نو د هغه څه په څير د جنایتونو چې په غزې کې روان دي ،مخه نیوللی شي ، هیله مند یم اسلامی ملتونه سره متحد او منسجم د فلسطین د مظلوم ملت په ضد د صهیونیسټي رژيم دجنایتونو ددریدا لپاره اغیزشیندونکي او ډله ایزه هڅه وکړي.
د تیونس، بحرین، کویت،اردن پشمول د څو نورو هیوادونو مشرانو هم د ایران ولسمشر او ولس ته د نیکمرغه کوچني اختر دمتقابلې مبارکۍ په وئيلو سره او ددغه لوي اختر له خیرونو او برکتونو څخه د درستو مسلمانانو د برخمنیدا په هیلې سره وئيلي دي،د دوي ملتونه تل دفلسطین او غزې د بې ګناه او مظلوم ملت دروا حقوقو ملاتړي دي او ددوي ترڅنګ ولاړ دپي ، د فلسطین مظلوم خلک باید دقدس شریف په پلازمینې سره د فلسطین خپلواکه هیواد جوړ کړي.دوي دغه راز روښانه کړې ده ، چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره به تل د ښو او رغنده اړیکو پراختیا هڅه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4274624/