ایکنانیوز د خبری پاڼې له قوله راپورراکړی، د الازهر دینی مرکز اړونده له سرزورۍ سره د مبارزې برخې د وري دمیاشتې په څوارلسمهنیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د وحشی صهیونیسټي رژیم له هغه لومړی وزیر څخه د هنګري هرکلی چې د انصاف نړیوالې محکمې ئې دنیولو حکم صادر کړی دی، محکوم کړ ااو وې وئيل؛ له دغه اقدامه مقصد، د انصاف دنړیوالې د اعتبار او باؤر کمزوري کول یا د هغو د شفافیّت او صداقت خلاف ورزي کول دي.
په اعلامیې کې راغلي دي ، د انصاف نړیواله محکمه د نړیوال عدالت یوه بیلګه ده او نړیواله ټولنه باید د جنګي جنایتکاروانو د ځواب ورکولو ته د اړکولو په باب له هغو د ملاتړ لپاره سره متحده شي.
د الازهر ددغې ادارې په اعلامیې کې دغه راز روښانه شوې ده؛ د جنګي جنایتکارانو محاکمه کول او دنړیوالو فیصلو فعالول ، د سولې او عدالت د ټيګیدا یوبنیادي کاڼی دی او درست انسانان د قانون په وړاندې برابر دي او د ژوند د بې اهمیّته بللو یا د حقوقو دخلاف ورزۍ لپاره هیڅ ځای نه لري،کنه نو د ځنګل قانون به واکمن شي.
په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي، دچپتیا لپاره هیڅ ځاي نه دی پاتې شوی،ځکه چې چپتیا نوو جنایتونو ته درواوالی دروکولو سبب کیږی او غزه د ورپسې غمیزو لپاره یوازې یوه مقدمه ده او نتیجه ئې یو شی دی ؛ د وینو بهول؛ او دنړیوالو بحرانونو لا ترینګلتیا او درد او تشې د بېګناه خلکو په وینو سره لیکل کیږي.
دا اعلامیه له دې وروسته صادره شوې چې هنګري وړمه ورځ د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر لپاره د انصاف نړیوالې محکمې د نیولو د فیصلې له صادریدا سره سره د هغه هرکلی کړی دی.
د اپیل نړیوالې محکمې د ۲۰۲۴کال په نومبر کې په غزې تړانګې کې د بشریّت په ضد د جنایتونو او جنګي جنایتونو په تورونو د نتن یاهو د نیولو حکم صادر کړی دی .
له دغې فیصلې سره سره؛ نتن یاهو هنګری ته سفر کړی او د هنګری له لومړی وزیر ویکټور اوربن سره ئې لیده کاته هم کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4274694