ایکنانیوز د حج د اطلاع رسونې د ویب پاڼې له قوله راپور راکوي،د رهبرۍ د ستر مقام دبعثې د نمایندګۍ ددفتر یو نوښت،د علمیه حوزې د ښه غږلرونکو او ځوانو روحانیونو څخه د قرآن کریم دمبلغ قاری د لیږد د پلان اجرا ده چې د قاریانو دلیږد لپاره د تیرې رودې په نسبت لازیات امتیازونه لري.مبلغ قاري په دوو مجلسونو کې د قرآن کریم تلاؤت کوي.
دمعرفت او انس مجلس!
دغه غونډه چې د مدینې په هوټلونو کې سهار او شپې مهال دوه ځله ترسره کیږي،. دقرآن کریم په قرائت سره پیلیږي او په وینا او د اهل بیت علیهم السالم د مصیبت او ماتم په ذکر سره دوام مومي . که څه هم تل قاریان په دغو دستورو کې د قرآن کریم تلاؤت کوي، خوپه دغو لسو منټو کې مبلغ قاري تلاؤت له نوښت سره یوځای کید.
مبلغ قاری په دغو غونډو کې،د تلاؤت له پیلیدا مخکې ،څو آیتونه په مختصره بڼه ترجمه کوي اوځيني ټکي د حجةالاسلام قرائتي د تفسیر نور په سټایل سره بیانوي.هغه همداراز په دغې برخې کې هڅه کوي، څو د هر آیت مفهوم د ورځې په اساس او د موجوده وخت سره سم بیان کړي او د حاجیانو او زیارتوالو سیاسی، کلتوري او اجتماعي او شخصي اړتیاوې هم په نظر کې ونیسي.
قرآني محفل!
دغه غونډه چې په تیره بیا د روژې په مبارکې میاشتې کې د زیارتوالو او حاجیانو له ډير پراخ هرکلی سره مخ شوې،هره شپه په خپلواکه ډول د مدینې په هوټلونو کې ترسره کیږي، او کابو له ۴۵منټو څخه تر یوې ګنټې پورې ئې دوام درلود.په دغه محفل کې پر سکرین ځيني منتخب آیتونه نندارې ته وړاندې کیږي،چې دغه پروګرام په رمضان میاشت کې د؛ آیتونو سره د ژوند؛ د مظرحو آیتونو په چورلیزتوب سره ترسره شو.
په دغو ناستو کې د قرآن پر قرائت سربیره، له لمانځّه، اوشرعي احکامو سره اړونده فقهي نقطې هم بیانیږي په قرآنی محفلونو کې حاضرو ماشومانو لپاره،ځانګړي پروګرامونه هم په نظر کې نیول شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4274781