ددې لپاره چې انسان په یوه ښه کار عادت شي، یوه کلن پروګرام ته اړتیا لري.یعني انسان باید تر یوه کال پورې ، هغه عمل ،حتی که کم هم وي، په دومدار ډول ترسره کړي.د یوه کلن پروګرام لپاره ترټولو ښه فرصت هم له دغې روژې میاشتې څخه د ورپسې رمضان المبارک پورې موده ده . حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په یوې وینا کې فرمائي؛ مَنْ عَمِلَ عَمَلًا مِنْ أَعْمَالِ الْخَیْرِ فَلْیَدُمْ عَلَیْهِ سَنَةً وَ لَا یَقْطَعْهُ دُونَهَا»؛ هرڅوک چې وغواړي ، یو نیک او ښه کار ترسره کړي، نو تر یوه کال پورې دې دوام ورکړي او هغه دې غوڅ نه کړي:::
البته په دغې یوې کلنې مودې کې کوم کارونه ترسره کړو چې هغه ښه حال او نتیجه چې په روژې مبارکې میاشتې کې مو ترلاسه کړې په یوه عادت بدله کړو.؟
له کوایوو ؛ معنوی حالت؛ دغه حال او حالت ، یعني هغه پیښه چې په همدې زمان حال کې پيښیږي؛ نه په تیر وخت کې او نه په راتلونکي کې . نو ځکه مونږ نه غواړو ،یوازې یوې ښې معنوی نتیجې یا حال ته ورسیږو،،بلکې غواړو ،ښه معنوی مقام ته ورسیږو. له حال سره د مقام فرق دا دی چې انسان په هغه ځای کې هستون کیږي، نه دا چې یوه شیبه ورشي او بیرته وګرځي برگردد.البته معنوی حال هم ښه دی،خو باید په یوه؛ معنوي مقام؛پسې شو.مونږ نه غواړو ، د مونږ د زړه له مینځه یوازې یو شهاب تیر شي او د یوې شیبې لپاره ئې روښانه کړي.بلکې غواړو ،په لمر او ستوري سره ئې دایمي روښانه کړو.
اوس څرنګه معنوي ښه مقام ته رسیدلی شو؟ په عادت سره . مونږ له روژې مبارکې میاشتې وروسته که وغواړو ، له دغه فرصته په سمه توګه استفاده وکړو، نو باید شروع کړو او خپل ځان عادت کړو. ددغه عادت کولو لپاره ترټولو ښه وخت د روژې له مبارکې میاشتې وورسته وخت دی ، ځکه مونږ نور بل وخت دومره معنوي قدرت نه لرو، دومره پاک هم نه یوو، دومره مقرَب هم نه یوو،نو ځکه باید له دغه فرصته استفاده وکړو او ځانونه عادت کړو؛ یعني ځان په یوه ښه چلند باندې ،په ښه ګفتار باندې ، له نفساني خواهشاتو سره په مبارزې باندې ، له ګناه څخه په واټن اخستو باندې ، په عبادت باندې په عادت کیدو سره ځانونه عادت کړو. البته دغه کارونه غالبا چلندي دی ، خو مونږ په همدغو چلندونو سره خپل زړونه عادت کولی او هغه معنوی ښه مقام ته رسیدلی شو.
https://iqna.ir/en/news/3492534/