ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي،د الاقصی جومات په اسلامی میوزیم کې چې دکم موندونکو او کم پیدا کیدونکو کتابونو او خطي نسخو یوه ټولګه پکې ساتل کیږي، په کوفي خط سره د قرآن کریم یوه کم ساري نسخه موجوده ده چې د پيغمبر اکرم (ص) د یوه لمسي حسن بن حسین بن علی بن ابی طالب په وسیله لیکل شوې ده.
په الاقصی جومات کې د لرغون پيژاندنې د یوه کارپوه اسماعیل شراونه په وینا؛ د قرآن کریم دغه خطي نسخه په کوفي خط سره دغزال په پوستکي او په تورې جوهرې سره لیکل شوې او په حروف ئې هم په وروسته پړاؤنو کې اعراب لیکل شوي او نقطې پکې اچول شوي دي.
هغه زیاته کړې ده ، د قرآن کریم دغه نسخه د ؛ حساب جُمّل ؛ له رودې څخه په استفادې سره ،په اسلامی میوزیم کې له موجودو نورو مصحفونو سره توپیر لري. په دغه مصحف کې آیتونه په اعدادو سره نه دي شمیرل شوي،بلکې په عربی حروفو سره مشخص شوي دي.
انتهای پیام
https://iqna.ir/fa/news/4275804