IQNA

په قرآن کې توکل /4

په قرآن کریم کې د وکیل معنا

10:14 - April 13, 2025
د خبر لمبر: 3490947
ایکنا -  توَکل یوه داسې اصطلاح ده چې  ددین ،عرقان، او اخلاقو په حوزې کې یوه پراخه معنا لري او د ایمان او تقوا پشمول  په مختلفو مضمونونو سره  په ارتباط کې ده.

په قران کریم کې د وکیل ټکی بیا بیا کارول شوی دی او مختلفو کارندوالي لري.  په ځينو آیتونو کې د  ؛ګواه ، او شاهد په معنا راغلی دی ؛  د مثال په توګه ، قرآن کریم  د حضرت یعقوب علیه السلام  خپلو وروڼو ته د بنیامین  د سپارلو په بهیر کې  نقل کوي،؛فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ» (یوسف‌: 66)؛ ددغه آیت په اساس ، انسان باید په ټولو تړونونو کې  خپل قانونی پیاوړي کارونه ولرل شي او مناسبې وثیقې  او ضمانتونه  ترلاسه کړي، بیا  خداوند  وکیل او ګواه وګرځوي.

خداي تعالی پیغمبر اکرم(ص)  ته په خطاب کې فرمائي؛  چې  ته د  خلکو د هدایت لپاره  پر دوي د مسلط کیدا  په معنا نه ئې او د تا رسالت یوازې د پیغام رسول دي ؛  د مثال په توګه ، قرآن کریم  په شورا سورې کې فرمائي؛ وَ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ اللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَ مَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ» (شوری: 6)؛ نو [که  باید  رسول الله بزگروار  خپل ژوند دومره  د هغوي د هدایت لپاره له خطرو سره مخ نه کړي.

 همدناراز خداوندمتعال  د پیغمبر اکرم (ص) په زړه کې د وحي ؛ساتونوکي ؛ په معنا دی .؛وَ لَئِنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلًا» (اسراء: 86). یا  د شیطان په مقابل کې د بندګانو   حافظ او ملاتړي په معنا دی ؛ إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَ كَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلًا» (اسراء: 65). په ټول کې واحد خداي یو داسې کارجوړې وکیل دی چې خپلې ټولې چارې   هغه ته  سپارلی او  په هغه بشپړ اعتماد کیدلی او هغه  دخپل کار  په تدبیر او کفالت کې  کافی ګڼل کیدلی شي. پر دې  اساس ،  وکیل له اسماء الله څخه  شمیرل کیږي او همدغه وروستۍ کارندوالی دی چې  هغه په یوې اصطلاح سره ، د توکل له معنا سره  پیوند ورکوي؛ یعنی  له یوه پلوه دخداوندمتعال پر علم ،قدرت باندې انحصاري تکیه، اطمینا او  او اعتماد  او له بل  پلوه ، له خلکو ناامیدي نهیلیتوب او یا بل  هرخپلواکه علت.

 https://iqna.ir/en/news/3492457

captcha