ایکنانیوز د رای الیوم له قوله راپور راکړ،محمود القاعود د مصر عمومي څارنوال محمد شوقي عیاد ته په یوه لیک کې پر هغه غږ کړی،د ابراهیم عیسی په ضد دې اسلام ددین د سپکاوي په جرم،د قرآن کریم د بې احترامۍ او د پیغمبر اکرم (ص) د څيرې د داغي کولو په جرم د هغه په ضد قانوني چاره ولټوي
په دغه لیک کې راغلي دي،د امریکا د الحره سپوږمکیز چینل خبریال او کارمند ابراهیم عیسی په دغه چینل کې پخپلو پروګرامونو کې د اسلام د پاک دین،د قرآن کریم او د خدای د رسول ځائيګي ته قصدا په سپک نظر سره کتلي او سپکاوی ئې کړی دی.
هغه له دغو په یوه پروګرام کې د رسول الله د عصمت او د هغه بزرګوار د پاک سیرت د عظمت په خلاف ورزۍ اوسپکاوي سره مدعی شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبر(ص) شراب څښل، په داسې حال کې چې دا موضوع له اسلامی ارزښتونو سره په بشپړ تضاد کې ده او په ځان پسې ئې د مسلمانانو پراخ خپګانونه درلودلی دي.
ابراهیم عیسی همداراز د؛ قرآن ؛په میرمنې د ظلم ؛په عنوان سره په یوه پروګرام کې په لمسؤنکو نظرونو او د شک او شهباتو په رامینځةکولو سره مدعي شوی ؤ چې په قرآن کې د میرمنو په حق کې پر ظلم مشتمل ځيني مطلبونه شامل دی چې دا موضوع د الهی کلام په پاکوالی دتیري او د قرآن کریم د ځائيګي په باب په مسلمانانو کې د تشویش د رامینځةکولو لپاره د هڅې ښودنه کوي.
د لیک متن همداراز ښئ،هغه د بې دینو کارپيژاندو په کوربتوب او هغوي ته د سپکاویو د فرصت په رامینځةکولو سره،هغو کسانو چې الحاد ئې ښکاره شوی دی،اجازت ورکړی ؤ،چې د الهي اقدس ذات او د نبی مکرم اسلام (ص) په شان کې ګستاخي او سپکاوي وکړي چې د فتنې اچونې او ددینی کرکې د زیاتولو په باب دلمسونې لپاره دهڅې په معنا دي.
https://iqna.ir/fa/news/4275955