IQNA

په هند کې د وقف د قانون په اصلاح اعتراض کونکي لسګونو مسلمانان نیول شوي

10:40 - April 15, 2025
د خبر لمبر: 3490962
ایکنا -  د هندوستان په مغربی بنګال صوبې مرشد آباد کې څه دپاسه سل هندي مسلماناان دهند د حکومت له خوا د وقف  دقانون په اصلاح باندې په اعتراض کې  نیول شوي دي.

ایکنانیوز د وایس آف پاکستان له قوله راپور راکړی، د مغربی بنګال صوبې  په مرشد آباد سیمې کې  د وقف  د قانون په اصلاح  اعتراض کونکو  څخه څه د پاسه یوسل لس کسان نیول شوي دي.

په همدې اړه د هندي پولیسو یوه افسر وئيلي دي،  له تاؤتریخوالي سره  په ارتباطکې له سامسرګنګ څخه ۴۱ کسان او له سوتي څخه هم  کابو اویا کسان نیول شوي دي.

هندي ځاي چارواکو وئيلي  دي ، چې په دغو تاؤتریخجنو سیمو کې حالات  هماغه راز ترینګلي  دي، البته داسې کومه  ناببره پيښه نه ده رامینځةشوې.

په جنګ پور کې په سوتي او سامسرګنګ سیمو  کې خالاتو په کنټرول کې دي او د بلوا ضده ځواک   اعتراض کونکي تیت پرک کړي دي.

د مرشد آباد د پولیسو د مسئولانو په وینا، په درستو لارو سړکونو کې  تګ راتګ عادي شوی دی.

وروستي راپورونه ښئ د هندوستان  په ځينو مسلمان میشته سیمو کې  په وروستیو اعتراضونو او مظاهرو کې  د پولیسو دګاډو پشمول یو شمیر ګاډي سوځول شوي  او دغه راز د پولیسو  په عملیاتو پسې اعتراض کونکو پر دوي هم د کاڼو ګوزارونه کړي او لارې ئې بندې کړې دي.

د هندوستان د ختیځ ریل ګاډي د چارو د ادارې په وسیله خپرې شوي مطبوعاتي اعلامیې په اساس د دولیا ګنګا او نمټیټه ریل تمځایونو  ترمینځ په ریل لارې کې  کابو پنځه زره کسانو  پرلتئ وهلي او  اعتراض ئې کړی چې د ریل ګاډو په تګ راتګ کې  ئې ځنډ راوستی دی.البته وروستي راپورونه ښئ چې پولیس او امنیتی ځواک په جنګ پور کې ځاي په ځاي شوی او وضعیّت په کنټرول کې دی.

د مغربی بنګال اعلی وزیر ماماتا بانرجي د درستو مذهبونو له پيروکارو غوښټي څو خپل ارامښت دې وساتي او له زغمه دې کار واخلي.

له دې مخکې ماماتا بانرجي ټينګار کړی ؤ چې په دغې صوبې کې د وقف د قانون اصلاح  نه اجرا کیږی او د لږکلو د حقوقو او شتمنیو به محافظت وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4276274

captcha