IQNA

عربستان انډونیشیا ته د قرآن یولک پنځوس زره نسخې ولیږلې

10:22 - April 16, 2025
د خبر لمبر: 3490966
ایکنا – د عربستان د اسلامی چارو، تبلیغ او اسلامی ارشاد وزارت  د مدینې د ملک فهد  قرآن چاپ  کمپلیکس  له تولیداتو څخه د قران کریم یولک پنځوس زره نسخې د انډونیشیا پلازمینې جکارتا ته ولیږدولې.

ایکنانیوز د شاهد الان  له قوله راپور راکوي، دغه قرآنونه  د ؛جسور؛(پلونو) په نمایشګاه کې  د وړاندې کولو په اخاطر کې  د ۱۴۴۶قمری کال د شوال د میاشتې  په ۲۶ د  ختیخي آسیا د ترټولو لوي جومات په توګه  د انډونیشیا  په استقلال  جامع جومات کې د عربستان د اسلامی، تبلیغ او ارشاد د چارو د وزارت په همت سره ترسره کیږي،جکارتا ته لیږلی دی.

په جکارتا کې دعربستان سفارت او د انډونیشیا د دینی چارو وزارت به ددغه نندارتون په ترسره کولو کې ملګرتیا وکړي او  او دا نندارتون به تر دوو اونیوپورې دوام وکړي.

د جکارتا استقلال جومات په نندارتون کې  به  د عربستان د اسلامی چارو د وزارت فعالیتونه  د قرآن  داهتمام  ، د مسلماانانو اوا اسلام او د حاجیانو د خدمت په لړ کې وي.

همداراز دغه نندارتون  د ماډرن ټيکنالوجیکي آوزارونو او تعاملي فعالیتونو له لارې  د عربستان له هویّت او کلتور سره د بلدتیا لپاره  یو فرصت دی  او  د کتونکو لپاره یوه  الهام بخښونکي او بډایه تجروبه هم برابروي څو  دعربستان د ۲۰۳۰ کال دلرلید په چوکاټ کې په کلتوری اوټيکنالوجیکي چوکاټ کې د عربستان له پرمختګونو سره یوځای شي.

د نوی قرآنونو د چاپولو او په مختلفو ژبو د قرآن کریم د ترجمې  او ډولوالي  په زمینې کې د ملک فهد قرآڼ چاپ کمپلیکس  له پرمختګونو سره بلدتیا به دجکارتا د استقلال  جامع جچومات د نندارتون نوره برخې وي او په دغې  برخې کې  د قرآن په چاپ کې  ترټولو ماډرنې ټيکنالوجۍ او آوزارونه  نندارې ته وړاندې شي.

دغه نندارتون همداراز د نړۍ په هیوادونو کې د عربستان د  اسلامی چارو د وزارت  د یوه ترټولو مهم کلتوري فعالیت په توګه ، د اسلامی ارزښتونو د پیاوړتیا په خاطر له اسلامی او غیر اسلامی ملتونو سره ددغه هیواد د کلتو ری ارتباطي پل د پیاوړتیا ښودنه  کوي او د ګډ سوله ایز ژوند او سولې په خپرواي کې د عربستان  هڅه نندارې ته وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4276501

captcha