IQNA

آیا د عرب مشرانو ، نارینه توب له مینځه تللی او دین او خپلوۍ ته هیڅ ژمنتیا نه ده پاتې؟

6:19 - April 17, 2025
د خبر لمبر: 3490972
ایکنا - د عمان پاچائۍ ستر مفتي د ځینو عرب مشرانو لخوا د اسلامی مقاومت ډلو  د بې وسلې کولو د غوښتنې په غبرګون کې پر هغوی سخته نیوکه وکړه او په سخت غبرګون کې ووئيل؛ آیا د عرب مشرانو ، نارینه توب له مینځه تللی او دین او خپلوۍ ته هیڅ ژمنتیا نه ده پاتې؟

 ایکنانیوز د رای الیوم له قوله راپور راکړی،  د عمان  دپاچائۍ ستر مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي د ځینو عرب مشرانو د هغې غوښتنې په غبرګون کې، چې د مقاومتي ډلو د بې وسلې کولو  غوښتي ئې کړي ،، په ایکس ټولنیز چپنل کې په یوه پوسټ کې ورته وویل: ستاسو نارینه توب چېرته دی؟ د عمان مفتي زیاته کړه: د صهیونیستي رژیم  تیري پر غزې تړانګې او د فلسطین پر ټولو  نیول شوو ټاټوبو کې  دوام لري، پرته له دې چې د روغتونونو یا کوم بل ځای لپاره درناوی او ارزښت ولري. هغه پرهغو عرب مشرانو په نیوکه کې، چې د غزې د مقاومتي ډلو د بې وسلې کولو غوښتنه یې کړې،وویل: یوه عجیبه غلطه  خبره دا ده چې د حق خاوندان د نیواکګرو پر وړاندې د خپلو وسلو د تسلیمولو غوښتنه کوي او تر ټولو عجیبه دا ده چې دا غوښتنه د دوی عرب وروڼو لخوا مطرح کیږي! آیا احساسات وچ شوي، نارینه توب له مینځه تللی او دین او خپلوۍ ته هیڅ ژمنتیا نه ده پاتې؟ هغه د اسرائیلو هغه غوښتنې، چې د مینځګړو لخوا تکرار شوي او د فلسطین د مقاومتي ډلو  د وسلو  اسرائیلي پوځ ته د سپارلو په اړه دي، یو عجیب تناقض وباله او ټینګار یې وکړ چې دا غوښتنې د فلسطین خلک د تیریو  او جنایتونو  د مخنیوي لپاره له هر ډول اقدام څخه ناتوانه کوي. الخلیلي د عربي هیوادونو  له خوا په هغه ملاتړ ،چې د اسرائیلو د غوښتنو ملاتړ کوي، حیرانتیا څرګنده کړه او و یې ویل چې دوی د نیواک د پیاوړتیا، د تیریو او جنایتونو  د زیاتولو او د حق د خاوندانو د  کمزوري کولو  او بې وسه کولو په لټه کې دي. هغه زیاته کړه: د صهیونیستي رژیم تجاوزات پر بې دفاعه مسلمانانو په غزه او د فلسطین پر ټولو اشغال شویو خاورو دوام لري، او دا رژیم حتی د روغتیایي او امدادي مرکزونو او عبادت ځایونو حرمت هم نه ساتي.

د عمان مفتي دا نیوکې د مصر د هغه عجیب وړاندیز په غبرګون کې کړي، چې له حماس  غورځنګ څخه یې د غزې د مقاومت د غونډولو غوښتنه کړې وه. حماس غورځنګ مشرانو د مصر د دې خطرناک وړاندیز په غبرګون کې ټینګار کړی چې د مقاومت وسله د دوی سره  کرښه ده او په دې اړه به هیڅ مذاکره ونه شي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4276733/

captcha