په ځواب کې باید ووایو، انسان کله چې د یوې اړتیا احساس کوي، هڅه کوي خپلې فطري او غریزي غوښتنې پوره کړي، خو له هماغه پیله پوهیږي چې په یوازې سر د خپلو ټولو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري او د غوښتنو په زیاتیدو سره دا حقیقت نور هم ښه درک کوي. د انسانانو چلند د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نورو سره توپیر لري او دا توپیر د دوي د وجودي لید له توپیره رامنځته کیږي.
که یو څوک په خدای او ماورای طبیعت باور ونه لري یا له دې حقیقته غافل وي،نو هڅه کوي د خپلو توانمنیو په مرسته نور د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکاروي. د داسې هڅو اوج ممکنه ده دا وي چې د زور یا وسلو په مرسته له نورو کار واخلي. خو هغه کسان چې په یو ډول په ماورایي عواملو باور لري، په بیلابیلو لارو هڅه کوي له هغوی مرسته وغواړي، که څه هم ممکن د دوی باور په بشپړه توګه باطل وي. د بت پرستۍ او شرک بیلابیل ډولونه له همدې ځایه رامنځته شوي دي؛ د مثال په توګه، ځینې هڅه کوي له جناتو سره اړیکه ټینګه کړي څو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هغوی مرسته وغواړي. قرآن کریم فرمایي: «وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا» (د جن سوره او آیت: 6).
پیغمبران راغلل څو انسانان د خدای متعال په لور وهڅوي او دا تعلیم ثابت کړي چې خدای متعال له هر چا ښه له انسانانو سره مرسته کولی شي. هغوی له خدای سره د اړیکې لاره په ګوته کړه او خلک یې هڅول چې د بتانو یا جناتو پر ځای په خدای تکیه وکړي. د خدای تعالی په اړه د ایمان اصلي لازمه دا ده چې انسان د خدای لپاره په خپل ژوند کې اغیزشیندونکی رول وویني، یعنې د خالقیت د اصل په منلو سره، پر الهي ربوبیت باور هم ولري.
په حقیقت کې، د خدای د اغیزمنتیا په اړه سم انځور درلودل د توکل یوه لازمه ده. هغه څه چې خدای متعال د ملکوتي نظام له لارې، چې له ټولو نظامونو څخه لا لوړ او لوی دی، رامنځته کوي، هیڅ شی یې نشي ماتولی او هیڅ بل سبب یې نشي مغلوب کولی: «وَ مَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِنْ شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَ لَا فِي الْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا» (فاطر: 44). له همدې امله، که مونږ باور وکړو چې د طبیعت د سببي او مسببي نظامونو پرته نور نظامونه هم شته، نو بیا کولی شو د توکل په لور حرکت وکړو. هر څومره چې د انسان باور په دې برخه کې زیاتیږي، د هغه د توکل مراتب هم لوړیږي.
https://iqna.ir/en/news/3492480