ایکنانیوز د حسنیی آستان داړونده برخې له قوله راپور راکړی، د حسینی آستان میوزیم ددغه آستان دمنجوّر او دعراق دشیعیانو دعالی مرجعیّت نماینده شیخ عبدالمهدي کربلائي په شتون کې په نړۍ کې ترټولو اوږد قرآن ترلاسه کړ.
دغه قرآڼ ۱۲۵۰میټره دی او په کین او ښه پلوَه دوو قرقرو سره یو ځاي کیږي، کتابت شوی او دنړۍ په لاس لیکل شوی ترټولو اوږد قرآن دی چې په دغه اندازه او په دغې رودې سره کتابت شوی دی.
د بحرین د المحرق کلتوري او فکري خلاقیت مرکز هیله مند دی چې دغه قرآن د نړۍ د ریکارډونو په کتاب (ګینس) کې ثبت شي څو درست نړیوال د قرآڼ کریم له اهمیّت او پاکوالي سره آشنا شي.
دغه مرکز ټينګار کړی دی،دغه قرآن د خداوندکلام په باب کینه کښو او کرکیجنو یرغلونو ته یو ځواب دی او د الهی رضایت د ترلاسه کولو او د اسلام د پاک دین ته دخدمت لپاره یوه بریا شمیرل کیږي.
د المحرق مرکز د اعلان په اساس،د قرآن دغه نسخه د کرونائي بحران په شپو ورځو کې په یوه هنري او ماهرانه انداز سره لیکل شوی او د دي د کتابت کار د ۱۴۴۳قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې په ۲۳تاریخ پاي ته رسیدلی دی.
د حسینی آستان تولیت شیخ عبدالمهدي کربلائي د نړۍ د ترټولو اوږده قرآن د ترلاسه کولو په دستورو :ې پخپلې وینا کې ووئیل؛مونږ قرآن کریم او د اهل بیت علیهم السلام میراث ته ځانګړی اهتمام لرو او سپوږمکیز چینلونو دغه اهتمام منعکس کړی دی او هر انصاف غواړی او منصف انسان ئې لیدلی شي.