IQNA

په تېر کال کې په نیدرلنډ کې د مسلمانانو ټولنې د پام وړ وده

14:06 - April 22, 2025
د خبر لمبر: 3490998
ایکنا - د نیدرلنډ د احصایو  مرکز اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې، نیدرلنډ د دین په لور د ګروهنې د زیاتوالي شاهد و، او په عین حال کې مسلمانان خپل دین ته تر ټولو زیاته ژمنتیا لري.

 ایکنا نیوز  ان ایل ټایمز له قوله  راکړی، د نیدرلنډ د احصایو مرکز (CBS) اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې، دا هېواد د دیني بدلون د پام وړ شاهد و.

د دغه راپور له مخې، اسلام د ځوانانو په مینځ کې د ودې په حال کې لومړی دین گرځېدلی او مذهبي تړاوونه د کلونو کمښت وروسته یو څه زیات شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، عمومي مذهبي تړاو له ۴۲ سلنې څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۴۴ سلنې ته لوړ شوی. دا کچه په ۲۰۱۰ کال کې کابو ۵۵ فیصده وه، خو بیا هم اسلام، په  تیره بیا په ځوانانو کې، د پام وړ ودې شاهد و.

کابو نیمایي هلنډي مسلمانان په میاشت کې په جوماتونو کې گډون کوي، چې دا دوی د نورو دینونو د پیروانو په پرتله د خپلو دیني مراسمو تر ټولو ژمنو کسانو څخه گرځوي.

د اسلام دا زیاتوونکی شتون، په تیره بیا د ځوانانو په مینځ کې،ډېرو عواملو ته منسوب شوی،چې ترټولو مهم یې د مسلمانانو ټولنو وده او د اسلامي تعلیمي موسسو بریالیتوب دی. نن سبا په نیدرلنډ کې ۵۳ اسلامي ښوونځي شته دي چې کابو ۱۲۵۰۰ زده‌کوونکي پکې ځای پر ځای شوي دي. دا ښوونځي د پام وړ تعلیمي پایلو ته رسیدلي او د څو کلونو لپاره په دوامداره توگه د هېواد د تعلیمي فعالیتونو په سر کې ځای لري.

د اسلام او نیدرلنډ ترمینځ اړیکه د تېرو پیړیو پورې اړه لري،کله چې د عثماني امپراتورۍ په وخت کې مسلمان سوداگر له نیدرلنډ سره په اړیکه کې وو،د هلنډ مستعمرو ته د مهاجرینو ورتگ او د دویمې نړیوالې جگړې وروسته پراخ مهاجرتونه دغه هېواد ته د اسلام ورتگ او دغه دین ته ګروهنه اسانه کړه.

رشد چشمگیر جامعه مسلمانان در هلند طی سال گذشته

نن سبا په نیدرلنډ کې سلگونه جوماتونه موجود دي، په  هغو کی د روټرډام  السلام جومات او د مولانا جومات چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د روټرډام د تر ټولو ښکلي ودانۍ جایزه گټلې ده؛ دا جوماتونه په فعالو ټولنیزو مرکزونو بدل شوي چې تعلیمي، کلتوري او ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.

مسلمانان دمګړئ د هالینډ  له اولس اعیاشریه  اته اتیا فیلون  نفوسو څخه  کابو شپږ فیصدي برخه جوړوي چې په هغو کې زیاتره ترک،مراکش وال، سورینام وال، انډونیشیاوال، عراقیان او سوریاوال دي او د امسټرډم ، روترډم، هیګ او اوترخت په څير په سترو ښارونو کې  ژوند کوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4277684

captcha