IQNA

د رحلت په کلیزې کې د استاد درنښت

د مصري نابینا مبتهل (زاری کونکی) تل پاتې هنري او دیني میراث ( ویډیو)

13:00 - April 23, 2025
د خبر لمبر: 3491003
ایکنا - سید مکاوي د مصر د موسیقۍ او ددینی مناجاتو په وخت زاری کونی هنر یو مهمه څېره ده،چې د هغه د مړینې له ۲۸ کلونو تیریدو وروسته، د هغه هنري او مذهبي میراث لا هم ژوندی دی.

 ایکنا نیوز د خبر ابیض له قوله رپور راکړی، د اپرېل ۲۱ د سید مکاوی د مړینې کليزه وه، چې د مصر د موسیقۍ یوه مهمه څېره وه.

مکاوي د ۱۹۲۸ کال د مې په ۸مه د قاهرې په سیده زینب کوڅې کې زېږېدلی و. هغه په ځوانۍ کې خپله بینايي له لاسه ورکړه. د هغه کورنۍ هغه د قرآن کریم د حفظ او دیني نغمو او نعتونو د زده‌کړې لپاره لویو قاریانو ته ولېږه او هغه په ځوانۍ کې د شیخ اسماعیل سکر او شیخ مصطفى عبدالرحیم په شاگردۍ د قرآن تلاوت او دیني نغمې زده کړې.

هغه په خپل هنري ژوند کې د عود غږول او د ختیځې موسیقۍ مقامات زده کړل. کلونه یې د مصر په راډیو کې د عود په غږولو سره دودیزې سندرې اجرا کولې، خو کله یې چې پرېکړه وکړه چې اسماء الحسنى د موسیقۍ د مقاماتو په مرسته ترتیب کړي، د الازهر د ځینو عالمانو له سختو نیوکو سره مخ شو. خو هغه د اسلامي شریعت د قوانینو په درناوي سره په دې اثر کې له کوم ساز څخه کار وانه خیست او د تلاوت او ابتهال مناجاتو  او زاری کولو د هنر په مټ، د مصر د نامتو قاریانو او مبتهلانو لکه سید نقشبندي په مرسته یی، دا تلپاتې اثر ترتیب کړ.

سید مکاوي د ۱۹۹۷ کال د اپرېل په ۲۱ د ۷۰ کلنۍ په عمر ومړ. خو د هغه هنري او مذهبي میراث لا هم ژوندی دی. په لاندې برخه کې تاسو کولای شئ د اسماء الحسنى د دې تلپاتې اثر لومړنۍ ثبت شوې نسخه وگورئ. دا اثر د مصر د نامتو استادانو لکه سید النقشبندي، محمد الفیومي، عبد السميع بیومي او محمود رمضان په غږونو ریکارډ او ضبط شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4277838

captcha