IQNA

په جکارتا کې د سیلانیانو محبوب؛ د الفجری جامع جومات(فیلم)

9:54 - April 24, 2025
د خبر لمبر: 3491008
ایکنا -الفجري جامع جومات نه یوازې د عبادت ځای دی، بلکې یو مشهور مذهبي سیاحتي ځای هم دی چې ډېر لیدونکي د دې جومات د معماري ښکلا ستاینې او د هغه ارامه او روحاني فضا تجربه کولو لپاره ورځي.

 ایکنانیوز د کیمیناګ سرچینې په حواله  راپور راکړی، هغه خلک چې د انډونیشیا جاکارتا سویلي برخې په پاسار مینګو سیمه کې اوسیږي، باید د منځني ختیځ په سټایل جوړ شوي الفجري جامع جومات په اړه پوه شي. دا جومات د ترکیې په استنبول ښار کې د سلطان احمد جومات یا د نیلي جومات په نوم مشهور جومات په بڼه ډیزاین شوی دی. دا جومات د وخت په تېریدو سره ترمیم شوی او موخه یې د مسلمانانو روزنه او پرمختګ دی.

مسجد جامع الفجری؛ محبوب گردشگران در جاکارتا

الفجري جامع جومات د خورا ځانګړي او زړه راښکونکي معماري ډیزاین لرونکی جومات دی. دا جومات اکثراً د «ترکیې د نیلي جومات د کوچنۍ بڼې» په نوم یادیږي، ځکه چې دا د استنبول د سلطان احمد یا نیلي جومات سره خورا ورته والی لري.

مسجد جامع الفجری؛ محبوب گردشگران در جاکارتا

د دې جومات ګنبذه او داخلي دیوالونه اکثراً نیلي رنګ لري او د ترکیې د ځانګړو سینګارونو لکه خطاطۍ او د ګلانو نقوشو سره ښکلی کړئ شوي دي.

دا جومات په ۱۹۴۷ کال کې تاسیس شوی او په ۱۹۵۸ کال کې د ټولنې په مرسته بشپړ شوی دی. د دې جومات د ډیزاین ځانګړتیا له نورو جوماتونو سره توپیر لري او دا یې یو ځانګړی جاذبه ګرځولې ده.

مسجد جامع الفجری؛ محبوب گردشگران در جاکارتا

د الفجري جامع جومات د تاریخي ارزښت له پلوه هم خورا مهم دی، ځکه چې دا د ټولنې په مرسته جوړ شوی او څو ځله ترمیم شوی دی. همدارنګه، د دې جومات شتون په انډونیشیا کې د تساهل او کلتوري ډولوالي روحیه ښيي.

دا جومات نه یوازې د عبادت ځای دی، بلکې یو مشهور مذهبي سیاحتي ځای هم دی. ډېر لیدونکي د دې جومات د معماري ښکلا د ستاینې او د ارام روحاني فضا د احساسولو لپاره دلته راځي.

https://iqna.ir/fa/news/4277163

 

captcha