ایکنانیوز د رهبرۍ د آثارو د حفظ او نشر د دفتر د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکوي، حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د پنجنشبې په مازدیګر او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې د دستورو په پاي کې چې د روژې په مبارکې میاشتې کې د ملی رسانۍ د پروګرامونو د مسئولانو او قرآنی فعالانو هم پکې شتون درلود، وفرمائيل؛نن د مونږ په نننئ ناستې کې الحمد الله قرآنیان غونډ دي،دخدای شکر کوو، سږکال د روژې مبارکه میاشت الحمد الله یوه قرآنی رمضان میاشت وه ؛ د خداي شکر کوو او په درست هیواد کې د تاسو وروڼو په همت سره په هر ځاي کې په هرې برخې کې په صدا وسیما کې او له صدا وسیما په بهر کې دخلکو زړونه له قرآن سره وو.
دوي وفرمائيل؛ مونږ دې ته احتیاج لرو، دا هغه شی دی چې دمونږ هیواد ورته اړتیا لري، د مونږ ځوانان ورته اړتیا لري. دا د قرآن تلاؤت، دا د قرآن حفظ چې زه کله وینم هلته ځوانان ناست دي اوقرآن په یوه اصطلاح په ترتیل سره لولي، حافظ له حفظ لولي ، نو واقعا له خوشالۍ زما زړه منقلب کیږی ؛ الحمد الله رب العالمین.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دوام کې وفرمائيل؛ تعقیب کړئ،منتها مونږ د قرآڼ په زمینې کې تراوسه پورې ډير کار کول په وړاندې لرو؛ داسې کارونه چې باید ترسره شي. مونږ باید د قرآڼ مفاهیم چې یولوي سمندر دی ، یو ډير ژور سمندر دی، د مونږ په خلکو کې او د قرآڼ په لوستونکو کې ئې دود کړو، الحمد الله ډيرښه پروګرامونه وو، د خداي ډير منندوي یوو.
https://iqna.ir/fa/news/4278341