ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکوي، په اروپا کې له اسلامه ویرونې سره اړونده راپورونه ښئ چې ددغو جرمونو زیاتره قربانیان هماغه مسلمانې میرمنې دي.
دغه څيړنې ښئ چې د زوړپالو سیاستوالانو پروپیګنډو ، ترټولو زیاتې سترمنې او سکارف اچونکې میرمنې په نښه کوي.
د اروپا له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې د ادارې د ۲۰۲۴کال په راپور کې راغلي دي،ددغه اورګان له خوا له اسلامه د ویرونې د پروسئې له ثبت شوو ۱۰۳۷ موردونو څخه ۲۴ مسلمانو سړیو سره اړونده او ۷۶فیصده هم له مسلمانو میرمنو سره اړونده دي.
په دغو جرمونو کې ۴۰۲موردونه د سترمنومیرمنو په باب ترسره شوي دي.
ددغه راپور په اساس، ۵۹فیصده جرمونه د توکمپال توپیر، ۱۷ فیصده دنفرت خورونې ، ۱۱فیصده د تور لګونې ، ۷ فیصده د سپکاویو او ۶ فیصده هم د فیزیکي حملو په باب دي.
له بل پلوه له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې د ډلې راپور ښئ چ ې له اسلامه د ویرونې اویا فیصدي موردونه د میرمنو په باب ترسره شوي دي.۵۰فیصده موردونه دسترمنو میرمنو په ضد او زیاتره د کار او ښونځیو په چاپيریال کې شوي دي.
همداراز دغه راپور ښئ چې د زده کړې په چآپيریال کې د فیزیکی او دخولې د شخړو په باب حملې ۱۹فیصدو ته رسیدلي دي . په دې اساس ، له اسلامه دویرونې له موردونو ۵۶فیصده موردونه د عمومی اورګانونو او موسیسو له خوا ترسره شوي دي.
له بل پلوه د ؛ په اروپا کې مسلمان شونې او د مسلمانانو تجروبې ؛ په عنوان سره د اروپائي اتحادئې د اساسی حقوقو د ادارې راپور ښئ ،چې آسټریا ۷۱فیصده، جرمني په ۶۸ فیصدو او فنلینډ په ۶۳ فیصدو سره په اروپا کې په ۲۰۲۴کال کې له اسلامه د ویرونې ترټولو زیات موردونه درلودلي دی.
د انګلستان حکومت هم په همداوروستیو کې وئيلي دي، دمسلمانانو په ضد په نفرت خورونې مشتملو پيښو او د قرباانیانو څخه دملاتړ په باب د څارنې لپاره نوي بسپنه تاسیس کوي.د مصر الازهر اسلامی مرکز هم په یوې اعلامیې کې ددغې فیصلې په هرکلي کولو سره، دا د انګلستان په ټولنې کې د تاؤتریخوالي او نفرت خورونې له زیاتیدونکي ښکارندې سره په مبارکې کې یو مهم عملي ګام بللی دی.
دغه اروګان د انګریز حکومت ستاینه کړې او د مسلمانانو په له نفرت خورونکو موردونو سره د مبارې او دغه راز له مصنوعي ذهانت ټيکنالوجیو څخه په استفادې سره پر لمسَونکو محتواؤ د څارنې لپاره د هڅو پرزیاتولو او د ښونځیو درسي پروګرامونو کې د ارزښتونو ددودولو لپاره د لا سختو قوانینو په تصویبولو ټينګار کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4278112