IQNA

په مسجد النبی(ص) کې د قرآن د حافظانو د ځانګړي پلان اجرا

11:00 - April 26, 2025
د خبر لمبر: 3491016
ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبی(ص) ددیني چارو ریاست  په مدینې منورې کې په مسجد النبی کې د قرآن کریم د حافظانو  د حافظې په باب د بیا کتونکي ځانګړې ژورې پلانونې خبر ورکړ.

ایکنانیوز د shahdnow.sa  خبری سایټ له قوله راپور راکړی، د مسجد الحرام اومسجد النبی(ص) ددینی چارو ریاست په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د قرآن کریم د حافظانو دغه ځانګړې پروژه د غواي د میاشتې په پنځمه  اوشپږمه یعنی په جمعې اوشنبې ورځو  اجرا شي.

له دغه پروګرام څخه موخه چې د مسجد الحرام او مسجد النبی(ص)  ددینی چارودتولیت په مستقیمې څارنې سره ترسره کیږي،دا ده چې د  قرآن حافظان  ددې جوګه کړي ،څو په یوې معنوي زده کونکې فضا کې  خپل قرآنی محفوظات بیا بیا تکرار کړي.

د قرآن د حفظ دغه  بیا کتنې په دغو کوټلو کړیو کې  د ټول قرآڼ  دحفظ په درو برخو کې یعني دټول قرآڼ ، دشلو سپارو  او د لسو سپارو حفظ شامل دی او  د سهار، ماسپښین،مازدیګر ، ماښام اوماسخوتن  لمونځونو قایمولووروسته د نیوي شریف په حرم کې اجرا کیږی.

د مسجد الحرام اومسجد النبی  ددینی چارو ریاست  له لیوالو اومینه والو غوښتي ، په دغه پلان کې د نامو د لیکلو لپاره دې  او په موقعې  د اجرا لپاره دې  https://reg.qm.edu.sa  ویب پاڼې ته مراجعه وکړي. 

https://iqna.ir/fa/news/4278311

captcha