امیرالمؤمنین (علیهالسلام) په یوه حدیث کې فرمایي: «أَقْوَى النَّاسِ إِیمَاناً أَكْثَرُهُمْ تَوَكُّلًا عَلَى اللَّهِ»؛ یعنې د ایمان له پلوه تر ټولو پیاوړی هغه څوک دی چې په الله تعالی باندې تر نورو زیات توکل کوي. هر څوک چې زیات توکل ولري، دا د دې نښه ده چې هغه الله تعالی ښه پېژني او د هغه ایمان بشپړ دی. د توکل لپاره مراتب په پام کې نیوللی شو چې لومړنۍ درې مرحلې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
د خنډونو د لیرې کولو او مخنیوي په برخه کې توکل
د توکل تر ټولو کمزورې او ټيټه مرتبه له دې پېژندنې راولاړېږي چې الله تعالی په دې نړۍ کې اسباب برابر کړي دي او مونږ ته یې د فکر او عمل په څېر وړتیاوې راکړي دي، خو هغه د دغو وړتیاوو اغېزې له مینځه وړلی شي. دا توکل پدې مانا دی چې د نعمتونو په کارولو کې پام وکړو چې الله تعالی کولای شي موږ له دې نعمتونو محروم په بله معنا، د خنډونو د لیرې کولو او مخنیوي په برخه کې په الله توکل وکړو.
په هغو اسبابو کې توکل چې د انسان په اختیار کې نه دي
د توکل بله لوړه مرتبه په دې فکر کې ده چې د انسان د هرې غوښتنې د پوره کېدو لپاره ډېرشرایط پکار دي چې ډېری یې د هغه په اختیار کې نه دي.له دې امله، انسان د خپلې غوښتنې د ترلاسه کولو لپاره هغه اسباب کاروي چې په اختیار کې یې لري،خو د هغو شرایطو لپاره چې د هغه د پوهې یا قدرت په حدودو کې نه وي، په الله تعالی توکل کوي. په بله معنا ، دا مرتبه په هغو شرایطو توکل کول دی چې د انسان له اختیاره بهر دي.
د اسبابو د کړئ په محرک باندې توکل
د نړۍ اسباب او مسببات د یوې لړئ د کړیو په څېر تصور کولی شو چې د دغې کړئ پای د الله تعالی په لاس کې دی او هغه د اسبابو د دې سلسلې محرک دی؛ په داسې ډول چې که الله تعالی د زنځیر لومړۍ کړئ ونخ خوځوي،،نورې به حرکت ونه کړي. له دې امله، باید په الله تعالی باور وکړو چې دا سلسله به حرکت کوي او اغېزناکه به یې کړي. په دې مرتبه کې انسان پوهېږي، حتی هغه اسباب چې د هغه په اختیار کې دي، ټول د یوې سلسلې یا لړئ کړئ دي چې د دوی سر د الله تعالی د قدرت په لاس کې دی. البته، د توکل نورې لوړې مراتب هم شته
https://iqna.ir/en/news/3492652