IQNA

په قرآن سوځونې نیوکه کونکی او کرکتونکی جرمنی فیلم ؛هیسټریا؛

10:53 - April 29, 2025
د خبر لمبر: 3491032
ایکنا- هیسټریا (HYSTERIA) نومې یو جرمنی  فیلم دی چې د هغه جرمنی  توکمه ډایریکټر محمدعاکف بویوکاتلا په مشرئ  په لویدیځ کې د افراط پالو او زوړپالو  له خوا په  قرآن سوځونې باندې دنیوکو لپاره جوړ کړی شوی دی.

ایکنانیوز د رائ الیوم له قوله ر اپور راکړی، له پخوا زمانو راهسې،د مذهبی،سیاسی اویا اخلاقي دلیلونو سره د کتابونو سوځول په کرتو پیښ شوي دي. د کورونو ورانول یا د مقدسو کتابونو سوځول یو افراط پال او زوړپال اقدام دی.

د کتابونو د سوځونې نوي لړ ئ په اروبا کې د زوړپال اوافراطی  بهیر د رابرسیره کیدا او د اسلام او لویدیځي نړۍ ترمینځ د نښتو او بحرانونو په دلیل رامینځة شوې ده.

 هغه کس چې په عمومي ځایونو کې قرآن ته اور  اچوي،ځان ته د ټولنیزو چینلونو او رسندویو ترټولو زیات توجه جلبوي او دمسلمانانو د احساساتو د لمسؤنې له لارې په نړۍ  ډيرې اغیزې شیندي او رسندوئې  د هغه د اقداماتو د ایشوا کیدا کار کوي.

دمګړئ په سویډ کې د قرآن کریم سوځولو  او سپکاويو په درو دلیلونو ، په اسلامی  هیوادونو کې له دغه هیواده د خپګان  څپه راپورته کړې ده ؛د تیر کال په  جنورۍ میاشت کې په سویډ کې یوه افراطي  زوړپال  د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله او  له هغه وروسته یوعراقيتوکمه ښاریز (سلوان مومیکا) دسټاکهم  د لوی جومات په وړاندې د قرآن کریم څو پاڼې وسوځولې.

 هیسټریا(HYSTERIA ) نومې فیلم  چې  د پانوراما په برخې کې  د برلین دسږکال د فیلم به جشنوارې کې دلومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو، د یوه  ترک توکمه ډایریکټر  محمد عاکف بویوکاتتالا په وسیله چې په جرمنی کې زیږیدلی، دهغه په مسئولیّت سره جوړ شو او د قرآن سوځونې واقعه پکې روښانه شوې ده.

دغه فیلم د قرآن سوځونې واقعې ته په توجه کولو سره ،دمسلمانو مهاجرینو په ضد دجرمنی دنفرت له امله  دیوه جنایت حقیقي داستان او کیسه روایتوي؛ داسې توکمپال جنایت چې په ۱۹۹۳ کال کې  د جرمني په زولینګن(سولینګن) کې پيښ شوی او د درو ماشومانو پشمول د پنځو ترک توکمه کسانو د وژلې سبب شوی دی.

په دغه فیلم کې ترک توکمه جرمني  ډایریکټر له اسلام او مسلمانانو سره د لویدیځي ټولنو د چلند څرنګوالی انځور کړی دی؛هغه ډایریکټر چې  په ۲۰۱۹ کال کې ئې د خپلې یوې اوږدې کیسې یا داستان  د فیلم په خاطر  په ۲۰۱۹ کال کې د برلین د فیلم  په جشنوارې کې د اوږدې کیسې د وړاندې کونکي فیلم ترټولو ښه جایزه ګټلې ده.

۲۰۲۵ هیسټریا(HYSTERIA ) نومې فیلم د جرمني په ټولنې کې د توپیر له قربانئ مسلمانانو سره د  فیلم د ډایریکټر د یوډول داسې  پیوستون  ښودنه کوي چې  دهغوی کورونه  د توکمپالنې په پیښو کې سوځول شوي دی،ډایریکټر   په دغه فیلم کې  په ۱۹۹۳کال کې په  زولینګن باندې قصدي حمله انځور کړې ده چې نیونازیانو  یوې ډلې یوه کور ته اور اچولی اوپنځه ښځې ئې قتل کړي او د کور دننه ئې پریښودلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4278689

captcha