IQNA

په مدینه منوره کې د پیغمبر(ص)د سیرت نړیوال موزیم د ټیکنالوژیکي برخو پرانیسته

10:49 - April 30, 2025
د خبر لمبر: 3491037
ایکنا -د پیغمبراکرم  (ص) د سیرت نړیوال موزیم نوې او ټیکنالوژیکي برخې د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو په شتون سره په مدینه منوره کې پرانیستل شوې.

د ایکنا نیوز  د الجریده له قوله راپور راکړ، د مدینې امیر سلمان بن سلطان د نړیوالې اسلامي اتحادئې د عمومي منشي محمد بن عبدالکریم العیسي سره یوځای د پیغمبر اکرم(ص) د سیرت نړیوال موزیم، چې د مسجد نبوي تر څنګ موقعیت لري، نوې او ټیکنالوژیکي برخې ئې پرانیستې.

د پیغمبر اکرم (ص) د سیرت موزیمونو پروژه، چې مرکزي دفتر ئې په مدینه منوره کې دی او د نړیوالې اسلامي اتحادیې تر مدیریت لاندې ده، د دې لپاره چې د قران کریم او نبوي سنتو په خدمت کې یو مهم ګام دی، د سعودي حاکمیت او د حرمین شریفین د تولیت له خوا ځانګړې پاملرنه ورته شوې ده.

افتتاح بخش‌های دیجیتال موزه بین‌المللی سیره پیامبر(ص) در مدینه

دا نوی برخه، چې د «انوار او آثار طیبه» په نوم یادیږي، یو مستند  او عصري نندارتون دی چې له ۲۰ غرفو او سټالونو  جوړ دی او د پیغمبر (ص) په زمانه کې د مدینه منورې مهم آثار، تاریخي، تمدني او ټولنیزې نښې نندارې ته وړاندې کوي. په دې برخې کې د پانوراما غرفه د پیغمبراکرم  (ص) په عهد کې د مسجد نبوي او د رسول اکرم د حجرې د جوړښت په شبیه‌سازۍ سره د پیغمبر د ورځني ژوند ځینې اړخونه په متقابل ډول نندارې ته وړاندې کوي؛ لکه څنګه چې هر لیدونکی د پیغمبر (ص) په زمانه کې یو څه وخت تېروي او د نبوي سیرت په اړه ارزښتناک معلومات ترلاسه کوي.

افتتاح بخش‌های دیجیتال موزه بین‌المللی سیره پیامبر(ص) در مدینه

همدارنګه، د ډیجیټل ټیکنالوژۍ د پرمختګ په پام کې نیولو سره، په دې برخه کې د «اتحاف» په نوم یو نوی پلیټفارم پرانیستل شو. دا پلیټفارم لیدونکو ته اجازه ورکوي چې د مجازی تورونو له لارې د پیغمبر سیرت وڅېړي او د قران کریم او نبوي سنتو په خدمت کې د معتبرو علمي آثارو او معارفي دایرة‌المعارفونو کتابتون، چې ۳۵۰ آثار او نشریات پکې شامل دي او د نړۍ مهمو ژبو ته ژباړل شوي، وګوري. همدا راز، دوی کولی شي د نبوي سیرت په اړه نوي خپرونو، خبرونو او اړینو معلوماتو ته د عصري او ټیکنالوژیکي وسیلو له لارې لاسرسی ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4279127

captcha