IQNA

د مشهورو قاریانو په تقلید کې د مصري نابینا ماشوم حیرانوونکې وړتیا،

11:18 - May 03, 2025
د خبر لمبر: 3491049
 ایکنا - د مصرد یو نابینا ماشوم وړتیا چې د قرآن تلاوت د مشهورو قاریانو په رودې سره  تلاوت کوي، خلک یې حیران کړي دي.

 ایکنا خبري اژانس د تواصل الاخباریة له قوله راپور راکړی، یو مصري ماشوم چې  له پوزې او سترګو پرته زیږیدلی، وکولی شول چې قرآن کریم حفظ کړي.

دا ماشوم د مصر د  الحیاتچینل په " له خلکوڅخه یو " نومې پروګرام کې میلمه ، چې د مشهور ژورنالست عمرو اللیثي لخوا وړاندې کیږي.

محمد، چې ۱۱ کاله عمر لري، وویل چې د خدای او خپلو والدینو په مرسته یې قرآن کریم حفظ کړی دی. هغه وویل چې څو خویندې لري او د هغه مصیبت لپاره چې پرې راغلی، د خدای شکر ادا کوي.

دې نابغه ماشوم زیاته کړه چې هڅه کوي یو ښه انسان شی او د خپل دین او هیواد  خدمت وکړي.

محمد ۱۰ کاله وړاندې، کله چې یو کلن و، په همدې پروګرام کې ښکاره شوی و، او اوس د قرآن حافظ شوی او د خدای له لوري یوه موهبه لري.

په دې پروګرام کې، محمد د قرآن کریم ایتونه تلاوت کړل او د مشهورو قاریانو په تقلید کې ئې خپله وړتیا وښودله.

د هغه مور وویل چې هر چا د محمد حالت لید، نوحیرانه کید ، او دا یې وویل چې په نړۍ کې یوازې اووه داسې حالتونه شته، او په مصر او مینځني ختیځ کې یوازې یو حالت دی.

هغې زیاته کړې چې د سختو شرایطو او د ډاکټرانو د وینا له امله چې محمد به روغ نشي او مړ به شي، ناامیده شوې وه، خو الحمدلله هغه ژوندی پاتې شو او قرآن یې حفظ کړ.

د محمد مور وویل چې زوی یې د خپل پلار څخه قرآن حفظ کړی، او د محمد بڼه او د خلکو د کتلو طرز یې غمجن کړی و، خو خدای حالات بدل کړل، او اوس خلک هغه خوښوي او له هغه سره انځورونه اخلي.

د محمد مور ټولو میندو ته پیغام واستاوه چې صبر وکړي، د خدای شکر ادا کړي او ناامیده نشي، ځکه دا د خدای له لوري یو امتحان دی.

په دې پروګرام کې، محمد یوه ټوټه موسیقی وړاندې کړه چې د هغه د حالت انعکاس کوي، او څو دیني سرودونه یې وویل، او یوه سندره یې د خپلې مور په ستاینه کې اجرا کړه.

 https://iqna.ir/fa/news/4279404

captcha